لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنيتي انديښنو امریکا ته د ځينو افغانانو سفر په ځای درولی او په بلقان کې په کېمپ کې پراته دي


واشنګټن- امریکا چې ځينې افغانان د طالبانو د واک نيولو په وخت د افغانستان نه په بيړه کې ويستلي وو د بلقان په کېمپ کې په خېمو کې پراته دي او په مخکې سفر يې لا په ځای ولاړ دی او لا دا چې ښايي ختم شوی وي.

د 78,000 نه زيات افغانان تر دې دمه امريکا ته رسېدلي دي خو ولې د هغو کډوالو قسمت لا په هوا کې ښکاري چې امريکا يې په اړه نور ژور معلومات تر لاسه کول غواړي دا وخت د کوسوو په بونډ سټيل کېمپ کې پراته دي.
امريکا دا افغانان نه شي مجبورولی چې بيرته افغانستان ته ستانه شي ځکه چې دا ويره شته چې په داسې حالت ممکن ده د طالبانو د انتقامي چلن سره به مخ کيږي.

د خبري ايجنسۍ ای پي د خبرونو او عکسونو تر مخه د دغه بې کوره افغانانو صبر نور ختميږي او ځينې افغانانو په دغه کيمپ کې چې پټ ساتل شوی تېره اوونۍ احتجاجي مظاهره هم کړې چې په لاسو کې يې پلی کارډز نيولي چې پرې ليکل شوي “مونږ انصاف غواړو”.

يو افغان محمد عارف سروري وايي دوی مونږ ته بس هم دغه يوه خبره کوي چې صبر وکړئ دا عمل پوره کېدل وخت اخلي.
دا شکايت د خلکو د ويستلو او بيا ابادولو د عمل يو بل اړخ ته اشاره کوي چې تر اوسه يې کمه توجه موندلې او د امريکا او کوسوو حکومتونه پرې هم ډېر څه نه وايي.

په کېمپ کې لوی او واړه پراته دي چې لا تر اوسه يې د امريکا وېزې نه دي تر لاسه کړې چې د کورنيو سره امريکا ته لاړ شي.
سروري چې د استخباراتو پخوانی افسر دی وايي نزدې 45 تنه پاتې دي او 27 د تېرې شورو لا چهار شنبې په ورځ امريکا ته انتقال کړل شول.

د بايډن حکومت د داسې اشخاصو په اړه چپه خوله دی خو د نيشنل سيکيورټي کونسل وياند شان ساوېټ ويلي “د دې عمل د لارې د افغانانو اکثريت تېر شوی او څه لږ ډېر پاتې دي خو دا نظام داسې دی او هم دغه شان کار کوي”.

د بونډسټيل نه تر اوسه نزدې 600 افغانان لېږل شوي او د کوسوو حکومت وايي د کډوالو د ساتنې دا نېټه يې د کال پورې ورکړې وه خو اوس چمتو دی دا وخت نور هم وغځوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG