لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موډیز:دپاکستان داقتصادي وضعې اندازه دمثبت نه منفي ته راغلې،بهرنیو پورونو ته یې خطرې پېښې دي


د نړیوال هیوادونو د اقتصاد څیړنیزه اداره موډیز وایي د پاکستان داقتصادي وضعې اندازه د مثبت نه منفي ته راکمه شوې ده.

داقتصادي چارو پوهان وایي په ملکي کچه تیر او موجوده حکومت ددې ذمه وار دي ځکه چې د سیاسي عدم استحکام له امله په وخت اقتصادي فیصلې نه کیږي او د سیاسي ګوندونو له لوري په اقتصاد هم سیاست کیږي چې له امله یې ملکي اقتصاد ته نقصان رسي.

اقتصاد پوهان وایي باید چې اقتصاد د سیاست څخه جدا وساتل شي او د اوږدې مودې اقتصادی پالیسیو ته په ایېن کې تحفظ ورکړي شې .

د پاکستان حکومت په دې ورستیو کی په تیلو او بجلۍ رعایتونه ختم کړی او امید څرګندیږي چې د مالي استحکام دپاره مالیاتی اداره ایي ایم ایف پاکستان ته په پور ورکولو سلا شي.

دنړیوالو هیوادونو د اقتصاد څیړنیزه اداره موډیز په خپل رپوړټ کې وایي د پاکستان د اقتصادي وضعې اندازه د مثبت نه منفي ته راکمه شوې اؤ د بهرنیو قرضو دپاره خطرې زیاتې شوې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې دپاکستان په بهرنیو او دننه اکاونټونو فشار زیات دی او د سیاسي بې باورۍ له وجې د پاکستاني ادارو او واکمنۍ د کمزورتیا له امله خطرې زیاتې دي چې ایا پاکستان به د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د پور پروګرام اخستنې سرته ورسوی او که نه.

په دې هکله د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې تیر شوی حکومت وړومبی ددې ذمه وار دی چې په نړۍ کې یو هیواد هم داسې نه شته چې ګران تیل اخلي او په ارزان نرخ یې خرڅ کړي.

هغه وایي دا د تحریک انصاف دتیر حکومت یوه سیاسي فیصله وه او بیا په موجوده حکومت دا ذمه واري پریوځي چې دوي په وخت فیصله ونه کړی شوه او د مالیاتي ادارې د پور پروګرام بحال نه کړی شو.

"بنیادي غلطي د هغه حکومت ده چې د مالیاتي ادارې سره د لوظنامې باوجود یې په تیلو او بجلۍ رعایتونه ورکړل او کله چی اتحادي حکومت جوړ شو نو دوه میاشتې په دې سوچ کې ؤ چې هسې نه بیا ټول ټاکنو طرفته لاړ شو او دا وخت د ادارو نه په ضمانتونو اخستو کې ولګیدو او ټول سیاسي ګوندونه ددې ذمه وار دي چې د خپلو سیاسي ګټو دپاره یې ملکي اقتصاد خطرو سره مخ کړی دی"

موډیز په خپل رپوړټ کې وایي راتلونکي مالي کال کې به د ګرانۍ له امله د پاکستان کرنټ اکاونټ د فشار لاندې وي او روان مالي کال د جولایي نه تر اپریل کرنټ اکاونټ خساره 13.7 اربه ډالرو ته رسېدلې ده چې له امله یې دملکي زرمبادلې ذخیره په تیزۍ سره کمیږي.

د پاکستان مرکزي بینک وایې د بینک دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 9.7اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده او د موډیز په وینا دا د دوو میاشتو د درامداتو برابر ده.

د اقتصاد ماهر فدا حسین وایي په پاکستان کی مدام اقتصاد د سیاست ښکار شوی او په اقتصادي پالیسو کې یووالی نه شته.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په سیاست کې د ادارو له خوا ګوتی وهل کیږي او سیاسي او جمهوري حکومتونه خپل وخت نه پوره کوي چې له وجې یې په پاکستان کې سیاسی استحکام نه راځي او د اوږدې مودې داقتصادي پالیسیو د نشتوالي له امله دلته پانګونې نه کیږي.

"په پاکستان کې د سیاسي استحکام ضرورت دی، دلته پانګونو ته اړتیا ده ، کارخانې پکار دي، داسې جمهوري حکومت جوړول دي چې خپل پنځه کاله پوره کوي او بیا الیکشن کیږي او اقتصادی پالیسۍ روانې وي چې ملک ته سرمایه کاری راشي"

تیره ورځ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په بونیر ضلعه کې دعوه کړې وه چې هغوي ملکي اقتصاد استحکام ته بوتلی ؤ او موډیز ویلي چې په موجوده حکومت کې اقتصاد د مثبت نه منفي ته راغلی.

خو له دی وړاندې د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي وؤ د تیر حکومت د غلطو پاليسو له امله اقتصاد دیوالیه کیدو ته روان دی.

د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان نن په خپله اداریه کې وایي حکومت د تیلو بیعی 40%، بجلې 47%او ګیس 45% ګران کړي او په ملکي کچه ګراني د وړاندی نه زیاته ده خو دا هم یو حقیقت دی چی ملکي اقتصاد اوس په نیغه لار روان شو او هیله کیږي چې مالیاتي ادارې سره د 6 اربو ډالرو د پور پروګرام بحال شي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG