لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان نن بیا د پېښور نه بني ګاله ته ستنېږي،ګوند یې وایي ژوند ته یې خطره ده


دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پېښور کې له اوږدې ایسارتیا وروسته پرېکړه کړې چې نن داتوار په ورځ بېرته اسلام اباد ته ستنږي خو دهغه دګوند مشرانو خبرداری ورکړی چې دعمران خان ژوند ته سختې خطرې پېښې دي اؤ وایي په دې لړ کې راتلونکي څلېریشت ساعته ډير مهم دي.

عمران خان په ۲۵م مئ‌ دخپل ګوند د زرګونو پلویانو سره اسلام اباد ته احتجاجي لاریون کړی ؤ اؤ په ۲۶م مئ بیا داسلام اباد نه خپل کور بني ګاله اسلام اباد ته دتګ پځائ پېښور ته تللی ؤ.

دهغه سیاسي مخالفین تور لګوي چې عمران خان دګرفتارۍ له ویرې پېښور کې دیره شوی ؤ خو عمران خان اؤ دهغه ملګري بیا وایي چې خیبر پښتونخوا کې عمران خان زیات سیاسي فعالیتونه لرل ځکه دلته ایسار ؤ.

اسلام اباد ته دتحریک انصاف داحتجاجي مارچ نه وروسته حکومت دپنجاب اؤ اسلام اباد پولیس تاڼو کې دعمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو مشرانو پرضد یو شمیر مقدمې درج کړي اؤ عمران خان دوه ورځې وړاندې دپېښور هایکورټ څخه سفري ضمانت هم اخستی دی.

دتحریک انصاف ګوند یو مشر عثمان ډار په ټویټر لیکلي نن زما لیډر اسلام اباد بني ګاله ته ځي اؤ دچا په پلار کې هم زور نه شته چې هغه ونیسي.

دتحریک انصاف ګوند یو بل مشر اؤ دقانون پخواني وزیر بابراعوان هم پخپله یوه ویډیو وینا کې اسلام اباد ته دعمران خان دستنیدو پخلی کړی دی خو ورسره سمه یې دا اندېښنه هم ښکاره کړې ده چې د عمران خان ژوند ته سنګینې خطرې پېښې دي.

بابر اعوان وایي راتلونکي څلیریشت ساعته ډیر زیات مهم دي ځکه چې عمران خان ته خطره ده اؤ هغه (عمران خان) له وړاندې ویلي دي چې دهغه پرضد دلوړو دیوالونو اؤ تړلو دروازو ترشا سازش جوړ شوی دی.

بابر اعوان ویلي بني ګاله ته دعمران خان له ستنیدو وړاندې تیره ورځ دبني ګاله خواوشا په وردیو کې ځینې شکمن کسان لیدل شوي اؤ د دوئ ګوند اندېښنه لري چې اسلام اباد ته دعمران خان دستنیدو په مهال څه هم کیدای شي .

خو هغه په حکومت ،ملکي اؤ امنیتي ادار دعمران خان دتحفظ لوري ته دپام ګرځولو غږ کړی دی.

په عین حال کې داسلام اباد پولیسو ویلي دي چې هغوئ اسلام اباد ته دعمران خان دستنیدو په اطلاع کلک امنیتي تدابیر نیولي دي اؤ دهغه کور ته دغځیدلو لارو کلکه څارنه کوي.

پخپل بیان کې داسلام اباد پولیسو ویلي دوئ ته تر اوسه بني ګاله کې دموجودو خلکو نوملړ نه دی سپارل شوی خو بیا یې هم دعمران خان حفاظت ته بشپړ پام ګرځولی اؤ په شکمنو ګاډو اؤ خلکو کلک نظر ساتي.

دپولیسو په وینا اسلام اباد کې دانتظامیې لخوا ددفعه ۱۴۴ پرځائ کړل شوې ده اؤ دبني ګاله خواوشا ته ځانګړي امنیتي ځواکونه پرځائ کړل شوي دي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله تیره اوونۍ ویلي وؤ عمران خان په هیواد کې فتنه اؤ فساد خوروي اؤ حکومت دهغه پرضد دقانوني کارروایۍ تابیا کړې ده.

خو پخوانی وزیراعظم عمران خان بیا وایي دده حکومت دیو سازش په اساس ختم کړل شوی اؤ که اوس ولس ددې پرضد پرامنه احتجاج کوي نو دا یې جمهوري حق دی .

عمران خان تور لګوي چې دتیر احتجاجي مارچ په موقعه یې دګوند فعالین پولیسو نیولي،تشدد یې پرې کړی اؤ په کورونو یې ورله چاپې وهلې دي.

خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي یوازې هغه ورانکاري پولیسو نیولي چې د احتجاج په نوم یې اړی ګړی اؤ فساد خورولو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG