د پاکستان پوځ دعوه کړې، د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعې بنو او ورسره په څېرمه د پرتې قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په بېلا بيلو ځايونو کې يې په استخباراتي عملیاتو کې اووه ترهګر وژلي دي.
په بنو او شمالي وزیرستان کې دا عملیات په داسې حال کې شوي چې په دې ورستیو کې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر مینځ د خبرو پرمهال د شوې ډز بندۍ باوجود هم وسله وال بریدونه سیوا شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون (پينځم جون) د اتوار/ يکشنبې په شپه ناوخته ويلي، د بنو جاني خېل او د شمالي وزیرستان په حسن خېل سیمو کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع استخباراتي عملیاتو او نښتو کې اووه ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د بنو په جاني خېل سیمه کې امنیتي عسکرو د وسله والو د موجودګۍ په اطلاع استخباراتي عملیات هغه وخت وکړل چې په دې سیمه کې یې د "ترهګرو په اړه پټ معلومات تر لاسه کړي وو.
په سیمه کې يو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل په دې عملیاتو کې د تحریک طالبان مهم کمانډر نور رحمان وژل شوی چې په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ وو او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو.
هغه وویل دوی ته د نور رحمان د موجودګۍ کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو. چې په دې علاقه کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.
پوځ ویلي، د عملياتو په مهال وسله والو لومړی د امنیتي ځواکونو نښتې شوې او د دواړو غاړو تر منځ د ډزو په تبادله کې پینځه وسله وال وژل شوي دي.
جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده او هدفي وژنو پیښې پکې زیاتې کیږي.
د علاقې خلک یې پرله پسې دامنیت د غوښتنې ترڅنګ دخپلې سیمې وسله والو نه پاکولو لپاره احتجاجي مظاهرې هم کوي.
د پوځ په بیان کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان سره پوله شمالي وزیرستان حسن خېل سیمه کې د وړاندې نه د استخبارتي مالوماتو په اساس عملیات شوې او عملیاتو په نتیجه کې دوه مهم وسله وال وژل شوي. خو هغوي پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.
پوځ په بيان کې دعوه کړې چې په دواړو پیښو کې وژل شوو ترهګرو نه په غټه کچه وسله او نور چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوې دي. د بيان ترمخه وژل شوي ترهګر پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود، خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.
پوځ په دې نښتې کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د جون په دویمه او دریمه د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل او منګړوتۍ سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه شوی وو، چې د پوځ په وینا پرپسې دوه پوځیان پکې وژل شوي وو.
همدارنګه د مې په 14م او 30م نېټه هم په شمالي وزیرستان کې پر پوځ ځانمرګي بریدونه شوي وو.
د دغه بریدونو بريد زمه واري هم چا نه وه منلې.
خو هغه وخت د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه بريدونه غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو.