لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په غرونو کې د لګېدلي اور نه مړ کېدو علتونه څه دي؟


د رېکسيو 1122 کارمندان اور مړ کوي
د رېکسيو 1122 کارمندان اور مړ کوي

د خېبرپښتونخوا د څو ضلعو په غرونو/ ځنګلونو چې د تيرو څو ورځو راهسې اورونه لګيدلي، او چارواکي دعوه کوي چې زياتره اورونه مړه کړی شوي، خو د ځينو ځايونو نه اوس هم د اور لګېدو خبرونه ترلاسه کيږي، او د صوبې د ځنګلاتو وزير وايي، د دوی سره د اور مړ کولو هغه الات يا اوزار نشته کوم چې پکار دي.

د خېبرپښتونخوا د ځنګلاتو وزیر محمد اشتياق وايي، د صوبې په ځنګلونو د لګيدلي اور مالومات راټولوي چې څومره تاوان يې اړولی دی.

خو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په صوبه کې د دوی سره درې ډول ځنګلونه دي، يو پروټېکټډ/ خوندي، دوېم ريزرو/ زېرمې او درېم ګوزاره/ د خلکو، د هغه په وېنا دا لومړی دوه ډوله د سرکار سره وي او درېم د خلکو وي چې شاملات وغېره پکې شامل وي او زياته يې کړه اوسني زياتره اورونه په ګوزاره غرونو/ ځنګلونو لګېدلي دي.

هغه وویل بيا هم د صوبې د ژغورنې اداره [رېسکيو1122] او نورې ادارې هر ځای د اور مړولو هڅې کوي.

خو نوموړی مني چې د دوی سره د اور مړ کولو هغه الات نشته کوم چې پکار وي او زياته يې کړه، دوی اوس هم په هغو زړو طريقو اور مړ کوي، اور ته د خاورو پوله جوړه کړي او بل دا چې اور ډېر په اوچتو بره په غرونو کې وي هلته د ادارو رسايي ګرانه وي.

د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] ځينو کارمندانو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، دوی غرونو ته په بالټو کې اوبه خېژوي چې اور پرې مړ کړي او يا بيا د ونو په څانګو د اور مړ کولو هڅې کوي.

د ځنګلاتو وزير اشتياق زياته کړه، د اور لګېدو په اوسنيو تازه پېښو کې د بلين ټري سونامي دوه پروجېکټونه اغېزمن شوي چې پکې په هزاره او بونير کې د دغه پروژې ونو ته زيان اوښتی او دوی د هغې مالومات را يو ځای کوي.

په ټولنيزو رسنيو ځينې نیوکې کيږي چې د تحریک انصاف د حکومت په بلين ټري سونامي پروژه کې د غبن پټولو دپاره اورونه لګول شوي خو نوموړی وزير دغه تور ردوي او وايي دلته اول خلکو دغه پروژه نه منله او اوس وايي چې اور ورته لګول شوی دی.

د اور لګېدو د علت په اړه هغه وویل، په ډېرو ځايونو کې خلک د وښو ښه کېدو دپاره اورونه اچوي، په ځينو ځايونو کې ټمبر مافیا يا د لرګو په ناجايزه توګه کاروبار کوونکي د حکومت ضد ځنګلونو ته اور اچوي او په دوه ځايونو کې د ټک ټاک ويډیو جوړولو په مهال اور لګول شوی او هلته دوی ځینې کسان نیولي. او د اور لګولو مقدمې جوړول کيږي.

د نوموړي وزیر په وېنا د باران نه کېدو، وچ او تود موسم له امله هم اور بيا ډېر خوريږي.

د پرون پورې په بونير، شانګله، سوات، دير، مومند، تورغر کې د اور د پېښو رپوټونه مخې ته راغلي وو.

د رېسکیو 1122 د سوات ويانده شفيقه ګل وايي، د پرون پورې د سوات په بېلا بيلو سيمو کې لګېدلي اورونه د ادارې کار کوونکو د ځايي خلکو او نورو ادارو په مرسته مړه کړي او بيا پرون په دوه ځايونو کې اور لګېدلی خو هغه هم مړ کړی شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې اغلې وویل، اداره اوس هم چمتو ده او کارمندان يې تيار دي که چرته هم د اور لګېدو پېښه رامنځته کيږي دوی به یې مړ کولو ته ځان رسوي.

د ژغورنې د ادارې ترمخه د پېښور په کالا خېل غرونو او شانګله کې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [7 جون] هم د اور لګېدو پېښې رامنځته شوي او د مړ کولو هڅې يې روانې دي. د بونير نه هم خبرونه ترلاسه شوي چې هلته هم په ځينو ځايونو کې بيا اور لګېدلی دی.

پوهان وايي، په پاکستان کې د وړاندې نه د ځنګلونو کمی دی د کوم چې په چاپېريال بدې اغېزې دي او که ځنګلونه خوندي نه کړی شي، نورې بدې اغېزې به يې رامنځته کيږي او په دغه خبره خلک پوهه کول او د اور لګولو په صورت کې قانون په عمل کې راوستل پکار دي.

د ځنګلاتو وزیر وايي، دوی په غټو سړکونو او د سېلګرۍ په ځايونو کې د اور لګولو او ځنګلو د تحفظ په اړه د پوهاوي دپاره بورډونه لګولي او اوس هڅه کوي چې په علاقايي کچه د انتظاميو د لارې د پوهاوي دپاره کمپاينې وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG