لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې بې وزلي، خلک د خوراک پیدا کولو لپاره د کورونو لوښي لرګي خرڅوي


په افغانستان کې مېشت ملکي وګړی وايي په هېواد کې د موجوده بې روزګارۍ، مخ په زياتېدونکې بېوزلۍ او ګرانۍ له امله ګڼ شمېر کورنۍ د فقر سره مخامخ دي او په مشکله د يو وخت لپاره دخوراک پېدا کولو توان لري۔

دوي وايي چې ځينو کورنيو د کابل په بېلا بېلو ځايونو کې د کور د ورځني استعمال شيان د خرڅولو لپاره له هم په سړکونو اېښودي وي چې په بدل کې يې د خپلې کورنۍ او ماشومانو لپاره دخوراکي توکيو ترلاسه کولو هڅې کوي۔

دمعاشي چارو پوهان وايي په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ مخنيوي لپاره بايد نړيوال بنسټونه په مستقله توګه د خلکو لپاره د روزګار پروژې پېل کړي او داسې اوږد مهاله فلاحي يا د خېر ښېګړې برنامې شروع کړي چې غېر مسلکي خلک پکې د دياړۍ او مزدوۍ کولو جوګه وي۔

په افغانستان کې د سور صليب نړيوالې کميټۍ مشر ايلوي فيليون په ټويټر ليکلي " په کابل کې لا هم ډیر خلک وینم چې د خپلو کورونو شیان پلوري چې پیسې تر لاسه کړي او په دسترخوان ډوډۍ ولري. د اقتصادي بحران لا ژور کیدل خلک بې وزلۍ ته ټیل وهي او د نړیوالې ټولنې د بشپړ چمتووالي پرته مونږ دا بحران نه شو مهارولی"

په دې هکله کابل کې مېشت خبريال سميع الله پام وي او ای ډيوه ته وايي د کابل ښار په ځينو علاقو کې دغه د کور امروزه استعمال شيان ځينو خلکو د فقر او ځينو د هېواد پرېښودلو له امله د خرڅولو لپاره ايښودي دي۔

" دغه خرڅوونکي وايي چې دوي په کور کې دومره څه نه لري چې هغه وخوري او خپل اولادونه پرې ماړه کړي نو په دې خاطر يې د کور شيان دسړک غاړې ته راويستي چې دا خرڅ کړي او د کورنۍ لپاره پرې څه خوراکي مواد واخلي"

په افغانستان کې د سور صليب نړيوالې کميټۍ مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف ويلي د افغانستان په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي۔

سمېع الله پام زياته کړه چې د جمهويت په پرتله د طالبانو په واکمنۍ کې ګراني څو چنده سېوا شوې او زياتره خلک توان نه لري چې د خپلو بچو لپاره کافي خوراک پېدا کړي۔

"د خوراکي توکيو بعيې ډېرې په لوړه کچه دي، که مونږ اته يا نهه مياشتې وړاندې وګورو او اوس دا قيمتونه وګورو نو د خوراکي توکيو په بعيو کې 70 نه تر 80 فيصده پورې زياتوالی راغلی"

د خوراک نړيوال پروګرام ويلي چې د جون په مياشت کې 18 ميليونه افغانان خوراکي توکو ته اړتيا لري خو وايي چې دغه سازمان يوازې د 10 ميليونه خلکو لپاره پېسې لري۔

داقتصادي چارو پوهان وايي چې په افغانستان د طالبانو واکمن کېدو وروسته نړيوالې ټولنې دغه هېواد سره خپلې مالي مرستې تړلي يا يې کمې کړي چې له امله يې په هېواد کې بې روزګاري سېوا شوې او هېواد اقتصادي بحران سره مخامخ دی۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو ماهر امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي په هېواد کې د فقر او اقتصادي بحران مخنيوي لپاره د نړيوالو بنسټونو لخوا په مستقله توګه افغان ولس لپاره د روزګار زمينه برابرول مهم دي۔

نوموړي زياته کړه چې د خلکو د امروزه ژوند ښه کولو لپاره د نويو دندو ايجاد مهمه خبره ده۔


امين ستانکزي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل" چې په اساسي ډول نړيوال مرستې وکړي او هغه پروژې چې واقعي د خلکو ضرورت دی ورته او فقر او بې روزګاري ورسره له منځه ځي هم هغې باندې کار وشي"

د تېر اګست په 15 مه افغان طالبانو د کابل واک ترلاسه کولو وروسته خپل لنډ مهاله حکومت اعلان کړی ؤ خو د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ يو هېواد لا تردې دمه په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

(په دې رپورټ کې ځينې مالومات د وي او ای پښتو څانګې څخه اخېستل شوي دي)

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG