لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ وایي طالبان د پنجشېر جګړه پټوي خو هلته یې جنګیالیو او ولس ته مرګ ژوبله اوړي


واشنګټن ــــ طالبان دعوه کوي چې د 2021م له اګست میاشتې راهیسې پر ټول افغانستان کنټرول لري او په بشپړه توګه یې امنیت راوستی، خو د دوی له واکمنېدو راهیسې په پنجشېر ولایت، د بغلان د اندراب، خوست او فرنګ په ولسوالیو او د تخار په ځینو سیمو کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ وخت ناوخت نښتې او جګړې کېږي.

د «مقاومت جبهې» ویاند په دغو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو او هغوی ته د زیان اړولو خبرونه خپروي، خو طالبان دا دعوې ردوي او ګنګوسې یې ګڼي.

پنجشیر ته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو ورتګ محدود دی، خو اوس د واشنګټن پوسټ خبریاله دغه ولایت ته تللې او هلته یې د خپلو لیدنو، په جګړه کې له ښکېلو غاړو او د سیمې له خلکو سره د مرکو او خبرو په بنیاد رپوټ لیکلی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي دي چې خبریالې یې داسې یوې جګړې ته کتنه کړې ده چې طالبان یې ډېرې پېښې پټوي او د زرګونو طالب جنګیالیو له ځای پر ځای کېدو سره سره طالبان هلته له هر ډول تاوتریخوالي پېښېدو انکار کوي.

په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو مشر نصرالله ملکزاده واشنګټن پوست ته ویلي چې په پنجشېر کې "هر څه سم دي او هیڅ جګړه نه شته"، خو د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو ویلي دي چې د «مقاومت جبهې» په ضد د طالبانو عملیات لا هم روان دي.

واشنګټن پوسټ د سیمې د یو شمېر خلکو- چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي- له خولې لیکلي دي چې د «مقاومت جبهې» او طالبانو تر منځ په جګړه کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي او طالبانو یو شمېر ولسي خلک نیولي او بندیان کړي دي.

د «مقاومت جبهې» د یوې سل کسیزې ډلې قومندان واشنګټن پوسټ ته ویلي، دوی په هغو وسلو سمبال دي چې "له تاجکستان او اوزبکستانه ور منتقل شوې دي"، خو وايي ګوله بارود په خاص ډول راکټ لانچر یې کافي نه دي.

دغه قومندان- چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه کړې- ویلي "څو هېوادونه له موږ سره مرسته کوي، خو موږ ډېرو مرستو ته اړتیا لرو".

طالبانو تل هڅه کړې ده پنجشېر ته د رسنیو ورتګ محدود کړي چې هلته د پېښېدونکیو مسایلو په اړه معلومات خپاره نه شي، خو واشنګټن پوسټ وايي په کابل کې د طالبانو چارواکو د دوی خبریالې ته اجازه ورکړې چې پنجشېر ته لاړه شي او د امنیتي حالاتو په اړه رپوټ جوړ کړي.

په دغه ولایت کې یو 62 کلن دوکاندار ګلزار خبریالې ته ویلي، "هیڅوک نه پوهېږي چې دلته څه روان دي. هیڅوک اجازه نه لري چې دلته راشي، نه پوهېږم ته څنګه دلته راغلې يې؟".

نوموړي وویل چې د «مقاومت جبهې» او طالبانو تر منځ وروستۍ نښته د ده په کلي کې وشوه، وايي د جګړې له پیل سره سم له خپلې کورنۍ سره یو ځای غرونو ته وتښتېدل. نوموړي ویلي دا جګړه یوه ورځ روانه وه چې اخر د طالبانو د مخالفینو وسله ختمه شوه او هغوی طالبانو ته تسلیم شول. د سیمې ځینو نورو اوسېدونکو هم د دوکاندار ګلزار خبره تایید کړې ده.

خو په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د ښاغلي ګلزار او نورو کلیوالو دا خبرې رد کړې او هغه يې "د بهرنیو ځواکونو ګنګوسې» او «سراسر دروغ» وبلل. هغه دا دعوه هم وکړه چې پنجشېر ته د رسنیو پر ورتګ هیڅ بندیز نه شته. وایي یواځې د یوې بهرنۍ رسنۍ خبریال ته یې ځکه پنجشېر ته داخلېدو اجازه نه ده ورکړې چې هغه د پنجشیر د حالاتو په اړه له «دروغو» ډک رپوټ خپور کړی وو.

طالبانو تل پر هغو خبریالانو، رسنیو او یوټیوبرانو فشار زیات کړی چې د طالبانو په اړه یې تنقیدي رپوټونه خپاره کړي او یا یې رپوټونو طالبان چېلنج کړي دي.

که څه هم طالبان وايي په پنجشېر کې امن دی، خو د «مقاومت جبهه» نیژدې هره ورځ په پنجشېر کې د جګړې خبرونه خپروي او د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا د دواړو غاړو پر دعوو شکمن دي.

د پنجشېر یو اوسېدونکي- چې مخکې پولیس وو- ویلي چې دواړه غاړې د پنجشېر د جګړې په اړه ګنګوسې او پروپیګنډې خپروي. نوموړي ویلي له هرې جګړې وروسته یې لیدلي چې طالبانو د خپلو جنګیاليو مړي په موټرو کې بار کړي، خو وایي د «مقاومت جبهې» دا دعوه هم "له مبالغې ډکه" ده چې ګواکې طالبانو ته یې ډېر تاوانونه ور اړولي دي.

د «مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وايي معلومات او اطلاعات یې کره او په سیمه کې د «مقاومت جبهې» د قومندانانو او د طالبانو په منځ کې د جاسوسانو له لوري ورکول کېږي او خپرېږي.

طالبان او «د مقاومت جبهه» دعوه کوي چې په جګړه کې ولسي خلک نه زیانمن کېږي، خو د سیمې خلک وايي دواړه غاړې ولس ته اوښتي زیانونه له پامه غورځوي. د پنجشېر یو اوسېدونکي ویلي، په خپل کلي کې يې لږ تر لږه د هغو لسو ولسي خلکو په جنازو کې برخه اخیستې چې د طالبانو او مقاومت جبهې په جګړه کې وژل شوي وو.

د پنجشېر د درې ولسوالۍ یو قومي مشر ویلي دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې په زیاتېدو سره جګړه زیاته او ظالمانه شوې دي. هغه ویلي هر کله چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، هغوی د خلکو په وژلو او په ښکاره سزا کولو لاس پورې کړی دی. هغه دعوه کوي چې د پنجشېر له بېلابېلو سیمو ورته همداسې خبرونه رسېدلي دي.

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکي فرامرز تمنا ویلي، طالبانو د «مقاومت جبهې» د یو وژل شوي جنګیالي مړی په سړک باندې ځړولی وو چې خلک یې ننداره وکړي. وایي "[طالبانو] نارینوو ته د مړي د وړلو اجازه ور نه کړه او ښځې یې مجبورې کړې چې د هغه مړی هدیرې ته یوسي".

د واشنګټن پوسټ خبریالې لیکلي، په پنجشېر کې یې د طالبانو ډېر جنګیالي لیدلي چې نوې او جدید وسلې یې لرلې. خبریالې د طالب چارواکو له خولې لیکلي چې د طالبانو د «سور بریګېډ» د جنګیالیو په ګډون زرګونه غړي یې پنجشېر ته منتقل شوي دي.

د وي او اې اشنا په مننه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG