لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مسجد نبوي کې د تحریک انصاف د پلویانو غوغا، یو پاکستاني ته درې کاله بند او جرمانه اورول شوې


د سعودي عرب يو عدالت د مسجد نبوي په پېښه کې نيول شوي یو پاکستاني ته د درېو کالو بند او 10000 رياله جرمانې سزا اورولې ده. دغه خبر ځينې پاکستاني مطبوعاتو خپره کړې ده.

د روان کال اپرېل د میاشتې په وروستیو کې چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د وزیرانو سره سعودي عرب ته تللی وو، د هغه په وزیرانو مريم اورنګزېب او شاه زېن بګټي باندې په مسجد نبوي کې د غل، غل او غدار غدار نعرې وهل شوې او په ټولنيزو رسنيو په خپرو شوو ويډيوز کې ليدل شوي وو، چې يو تن د شاه زېن بګټي د وېښتو نه هم رانيسي.

په ټولنيزو رسنيو ویل شوي وو دغه کسان چې په حکومتي وزيرانو يې نعرې وهلي دا د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان وو.

د يادې پېښې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، په دغه ناوړه پېښه به د کورنیو چارو وزارت د سعودي عرب نه غوښتنه کوي چې دغه پېښه کې دککړو کسانو پرضد باید قانوني ګامونه واخستل شي.

هغه دا هم ويلي وو سعودي نه به غوښتل کیږي چې باید د سي سي‌ ټي وي کیمرو په مرسته دې پېښه کې دککړو کسانو پېژندګلو وکړي او هغوی دې پاکستان ته راولیږي ترڅو دلته یې هم پرضد مقدمې درج کړل شي.

د تحریک انصاف د تېر حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چودري بيا په ټویټر ويلي وو چې په مسجد نبوي کې څه شوي دا ولسي غبرګون وو، او د رانا ثناالله د خبري غونډې وروسته يې ویلي وو، عجيبه حکومت دی سعودي عرب ته خواست کوي چې پاکستاني مزدوران په سعودی کې ونیسي.

جرنلسټ سليم صافي هم پاکستاني ته د سزا ورکولو خبره په ټويټر کړې ده.

هغه ويلي، "د وزیراعظم شهباز شريف د مسجد نبوي د حاضرۍ په موقع د شور و غوغا په ويډيو جوړولو او خپرولو پاکستاني د پي ټي ايي پلوي محمد طاهر ته د سعودي عرب د مدينې منورې درې ججانو د درېو کالو بند او 10000 ريالو سزا اورولې ده".

خو په مطبوعاتو د محمد طاهر په اړه نور څه نه دي ويل شوي چې هغه د کوم ځای دی.

د يادې پېښې په بله ورځ 29 اپرېل سعودي ګزټ ورڅپاڼې ويلي وو، د دغه پېښې په تور کې پينځه پاکستاني نيول شوي دي.

په مسجد نبوي کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د مشر، مخکني وزيراعظم عمران خان او نورو پرضد د مذهب د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مقدمه درج شوې وه.

راناثناالله ويلي وو، حکومت په دغه مقدمو کې نه خو مدعي دی، نه فريق او نه ګواه، او په دغه لړ کې به بې طرفه پلټنې کولی شي، خو دا يې ويلي وو، عمران خان په دغه مقدمه کې ګرفتارېدی شي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو مشرانو او غړو پرضد د مذهب د سپکاوي جوړې مقدمې په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړي دي، بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د دغو مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG