لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اقتصادي سروې: د بهرنیو پورونو په پرې کولو کې د توازن نشتوالي مو اقتصادي وده ورو کړې


واشنګټن ــــ پاکستان د 2021-22م کلونو لپاره خپله اقتصادي سروې خپره کړې چې له مخې یې په ملک کې روان کال د اقتصادي ودې کچه د ټاکلي هدف 4.8 فیصده په نسبت څه کم شپږ فیصده وه خو وایي ګراني هم ورسره زیاته شوې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د پجشنبې- زیارت په ورځ په اسلام اباد کې له نورو مرکزي وزیرانو سره یو ځای خبري غونډې ته وویل، د کرنټ اکاونټ خسارې د زیاتوالي له کبله د بهرنیو پورونو د پرې کولو توازن هم زیات شوی دی.

مفتاح اسماعیل وویل پاکستان چې په تېرو اوو لسیزو کې څومره پورونه اخیستي وو، وایي د تحریک انصاف حکومت د هغو 80 فیصده برخه یعنې 20 زره اربه روپۍ قرض یواځې په څلورو کلونو کې اخیستی دی.

د پلان او پرمختیا مرکزي‌ وزیر احسن اقبال خبري غونډې ته وویل، چې دغه اقتصادي سروې د تحریک انصاف ګوند د حکومت د لسو میاشتو او مسلم لیګ ن د حکومت د دوو میاشتو د کارونو په بنیاد ترتیب شوې ده.

احسن اقبال تور پورې کړ چې د تحریک انصاف حکومت د روان کال په پیل کې د 950 ارب روپیو پرمختیایي بجټ وړاندې کړ، خو وایي بیا یې دغه شمېر 550 ته را کښته کړ او وایي په وروستیو درو میاشتو کې په خزانه کې د پیسو د نشتوالي‌ له کبله پرمختیایي فنډ بېخي جاري‌ نه کړل شو:

"د 22 کروړه ابادۍ لپاره 700 اربه روپۍ پرمختیایي بودیجه کافي نه ده او د 2000 اربه روپیو پرمختیایي بجټ د هېواد د پرمختیایي کارونو اړتیا پوره کولای شي. بنګله دېش او هندوستان تر موږ مخته تللي دي".

د خزانې وزیر د پاکستان د اقتصادي بحران ټوله پړه د عمران خان پر حکومت ور واچوله او ویې ویل تېر حکومت څه داسې ګامونه اخیستي چې له کبله یې د پاکستان اقتصاد ته تاوان رسېدلی دی.

د مفتاح اسماعیل په وینا په روان مالي کال کې به د پاکستان درآمدات 70 ارب ډالره وي چې وایي دا تر تېر کال 48 فیصده زیات دي او د کورني مجموعي پیداوار په نسبت هم لوی شمېر دی.

که څه هم د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې پاکستان د زیات اقتصادي بحران له کبله د بهرنیو پورونو په پرې کولو کې له ستونځو سره مخ کېدای شي خو د خزانې وزیر وویل ملک د اوسني حکومت د پالیسیو له کبله له ډیفالټ څخه بچ دی.

"د زرمبادله ذخیرې تر لس اربه ډالره را کمې شوې دي خو را روانه اوونۍ به له چین څخه 2.5 ارب ډالره تر لاسه شي چې د دوولس ارب ډالرو کچې ته به ورسېږي".

د شهباز شریف د حکومت له خوا تېره اوونۍ د پټرولو پر ګرانۍ اپوزیشن ګوندونو پراخې نیوکې کړې دي خو مفتاح اسماعیل د دې کار په دفاع کې وویل چې "تېر حکومت د پیټرولو او ډیزلو د نرخونو په کمولو سره بارودي ماینونه ښخ کړي چې شېخ رشید یې هم اعتراف کړی دی".

مفتاح اسماعیل وایي د عمران خان حکومت د بجلۍ پیدا کولو لپاره انرجي نه وه اخیستې چې له کبله یې په ملک کې بجلۍ زیات وخت نه وي او خلک د لوډشیډینګ له کبله له ستونځو سره مخ دي.

د خزانې وزیر رسنیو ته وویل په تېر حکومت کې د پاکستان تجارتي خساره، د کرنټ اکاونټ خساره او بهرنۍ سرمایه کاري د نواز شریف تر تېر حکومت زیاته وه:

"تېر حکومت د 5000 اربه روپیو بجټ خساره پرېیښې وه چې د مسلم لیګ ن د تېر حکومت په نسبت درې چنده زیاته وه، د مسلم لیګ نن په تېر حکومت کې د مجموعي کورني پیداوار د ټیکس کچه 11.1 فیصد وه چې د پي ټي‌ ای په حکومت کې اته فیصده ته را ټیټه شوه".

که څه هم پاکستان خپله هم زیاته اندازه غنم تولیدوي خو د خزانې وزیر وویل چې دا مهال په ملک کې له بهر څخه د غنمو راوړلو ته اړتیا ده او وایي په دې اړه یې له روس سره مذاکرات روان دي.

مفتاح اسماعیل وویل چې ملک ته له بهر څخه د بورې یا چیني راوړلو ته هم اړتیا ده او همدارنګه وایي د پنبې پیداوار هم سږ کال د تېرو څو لسیزو په نسبت تر ټولو کم شوی دی.

خو بل لور ته مخکیني وزیراعظم عمران خان ویلي چې د شهباز شریف په مشرۍ اوسني حکومت په لږ وخت کې څومره ګراني جوړه کړې ده وایي تېر هیڅ حکومت هم دومره ګراني نه ده جوړه کړې.

عمران خان د پاکستان د اقتصادي سروې په اړه وویل، چې ملک په تېرو دوو کلونو کې په اقتصادي توګه پرمختګ کاوه او وایي نور هم د پرمختګ په لور روان وو خو وایي حکومت یې د بهرنۍ دسیسې په مرسته ختم کړای شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG