د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې دپولیسو په ګاډي ډزو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ پولیس وایي چې ځوابي ډزو کې یې برید کوونکی هم وژلی دی.
پولیس وایي دغه برید د زیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې دصوابۍ په کلابټ سیمه کې یو ځایي وسله وال تن سلمان هغه وخت کړی دی چې پولیسو سیمه کې ګزمه کوله .
دصوابۍ د ټوپۍ پولیس تاڼې دپولیسو په وینا برید کې یو پولیس افسر یاسر خان اؤ سپاهي یاسر خان وژل شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې دپوليسو په ځوابي عملياتو کې بريدکوونکى سلمان هم وژل شوی دى.
دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر یا ایي جي معظم جاه انصاري وایي برید کوونکی سلمان یو ترهګر ؤ چې پرضد یې شپږ مقدمې هم درج دي.
خو ایي جي دا نه ده واضحه کړې چې دهغه تعلق دکومې وسله والې ډلې سره دی که پخپل سر یې دغه برید کړی دی.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې هم ددې برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په پولیسو خیبر پښتونخوا اؤ ملک نورو برخو کې کوم بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري داعش اؤ دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.
وروسته په بريد کې دوژل شوي اى ايس ايي ياسر خان دجنازې لمونځ په صوابۍ کې ترسره شوی دى چې پکې دخېبرپښتونخوا پوليس مشر معظم جان انصاري په ګډون نورو لوړپوړو پوليس افسرانو ګډون کړی دى
دخېبرپښتونخوا دپوليسو مشر معظم جاه انصاري صوابۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال ويلي دي ترهه ګر په پوليسو دشپې درې بجې بريد کړى اؤ له دې څرګنديږي چې پوليس بيدار دي.
هغه وويل پولیس به دترهه ګرو په ضد تر وروستۍ سلګۍ جنګيږي او زياته يې کړه دصوابۍ او خېبرپښتونخوا پوليسو تل دامن لپاره دغه رقم قربانۍ ورکړي دي.
په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې په پوليسو ترهه ګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده.
له دې وړاندې تيره مياشت دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې په څوکنو سيمه کې دشاه پور سيمې دپوليس ايس ايچ او شکيل خان هم وسله والو وژلى ؤ.
هم دمئ په مياشت کې دپېښور سرکۍ ګيټ سيمه کې ديکه توت پوليس تاڼې په حدودو کې په يو بريد کې دانټلي جنس بيورو يو انسپکټر وژل شوى او دوه نور دايي بي عسکر ژوبل شوي وؤ.