لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وایي راتلونکي کال کې به د پاکستان اقتصاد ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ وي


د پاکستان مرکزی حکومت د مالی کال 2022م او 23م دپاره بجټ نن دجمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی خو اقتصادي پوهان وایي راتلونکي کال کې د پاکستان اقتصاد ګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ دی.

داقتصاد پوهانو په وینا په پاکستان د وړاندې څخه بهرنۍ قرضې زیاتې دي او نورو پورونو اخستو ته هم اړ دی اؤ حالات ښایي چې راتلونکي کې به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي او اقتصادي پرمختیایي هدف پوره کول به یې ډیر ګران شي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او اې ډیوه ته وایي په موجوده اقتصادی ستونزو کې بجټ وړاندې کول یو مشکل کار دی. پاکستان ته په راتلونکی کال کې د 37 اربو ډالرو ضرورت دی، 21 اربه ډالره قرضې ورته ستنول دي او د5 اربو ډالرو دغیر ملکي زرمبادلې ذخیرې ته هم اړتیا لري او دا رقم د نړیوال مارکیټ څخه ترلاسه کول اسان کار نه دی .

"که د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره خبرې کامیابې شي نو پاکستان ته به د ادارې او نورو کاروباري بینکونو او هیوادونو څخه پورونه ترلاسه شي او که داسې ونه شي ډیره مشکله به وي چې پاکستان په بجټ کی ورکړی شوي هدفونه پوره کړي"

طاهر امین زیاتوي روان مالي کال د ټاکل شوي هدف نه ګراني هم زیاته ده او راتلونکي کال کې به ګراني نوره هم سېوا وي.

هغه وایي دبجلۍ او تیلو بیعې زیاتیږي، 5فیصدي اقتصادي پرمختیا په ځائ نه ودریږي ځکه چې دا زیات تره په درامداتو اډانه ده .

تیره ورځ د پاکستان په اقتصادي جایزه رپوړټ کې ویل شوي چې د پاکستان مجموعي قرضې44 کهربه روپو ته زیاتې شوي او یوازې روان کال په 9 میاشتو کې4500 اربه روپۍ پورونه اخستل شوي دي،

په جایزه رپوړټ کې د اقتصادي پرمختیا هدف 5فیصدي ټاکل شوی او د شمیرنې اداره وایي په ملکي کچه د ګرانۍ شرحه نزدې 14فیصدي ده .

د اقتصادي چارو کارپوهه سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي دا وخت په پاکستان کې ګراني په ریکارډ کچه زیاته ده او د هغې وجه نړیوال زیات قیمتونه دي خو په پاکستان کې بیا دا ګراني یو په دوه شي ځکه چې د پاکستاني روپۍ قیمت کمیږي او د نړیوالې ګرانۍ له امله داسې څرګندیږي چې راتلونکي کال کې پاکستان کې اقتصادی پر مختيا په قلاره وي.

هغه وایي د پاکستان کرنټ او بجټ خساره ډیره زیاته ده او مکان لری نیغ په نیغه مالیا هم زیاته شي او د پاکستان په ګټه ده چې ټيکسونه زیات شي نو خساره به راکمه شي.

دپاکستان مرکزي بینک وایي دا وخت د بینک دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 9.7 اربه ډالره ده خو د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل تیره ورځ ویلي چې د چین څخه به 2.3 اربه ډالره ډیر زر پاکستان ته منتقل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت په دې وروستیو کې د سود شرحه 13.75فیصدي ته زیاته کړې او د تیلو بیعې یې 40فیصدي او دګیس قیمتونه 45فیصدي زیات کړي .

پوهان وایي د راتلونکی وړومبی جولایې څخه به د بجلۍ بیعې هم 47فیصدي زیاتې شي او هم ددې له امله په راتلونکي کال کې دګرانۍ 20فیصدي ته د رسېدو امکان دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG