لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په سوېرو ډونیڅک کې توده جګړه روانه ده


واشنګټن - رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې اوکراین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، ځواکونو یې په ختیځ سوېرو ډونیڅک ښار کې د روانې سختې جګړې پر وخت خپل ځایونه کلک ساتلي او په جنوب کې یې ځینې ځایونه هم نیولي دي.

ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ویلي، چې د اوکراین په زپوریژیا کې هم پرمختګ شوی او د یرغلګرو پلانونه یې شنډ کړي دي خو هغه نور جزیات نه دې ورکړي.

اسوسېټېډ پریس لیکلي، چې د اوکراین پوځ ویلي، د کیېف ځواکونو په دوامداره توګه په سوېرو ډونیڅک کې د روسانو مخه نیولې او د روسانو هڅې یې په ټپه درولي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز د زیارت یا پنجشنبې په ماښام ویلي، "یرغلګرو له خپلو اتومات وسلو او توپونو سره په سوېرو ډونیڅک کې عملیات ترسره کړي خو کامیابه شوي نه دي، جګړه لا روانه ده."

هغه زیاته کړه، اوکرایني ځواکونو توشکېوکا کلي باندې چې د سوېرو ډونیڅک په شمال لویدیځو لمن کې پروت دی د روسانو یو برید په بریالیتوب سره په شا تمبولی.

د لوهانڅک سیمې والي چېرې چې سوېروډونیڅک پروت دی د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي دي، د ښار د نیولو لپاره سخته جګړه روانه ده.

سرهي هېدې په یو ټیلګرام پوست کې ویلي، روسي ځواکونه په ګاونډي ښار لسېچنک باندې راکټونه توغوي او داسې وسلې کاروي چې له کلکو کانکریټي دیوالونو څخه تېرېږي.

اوکرایني چارواکي وايي، روسان په دغه ښار باندې شپه او ورځ توغندي وروي او هڅه کوي چې د اوکراین د ختیځ‌ د نیولو لپاره دا مهم ښار ونیسي.

د اوکراین پوځ ویلي، چې روسانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ډونیڅک او لوهانڅک تر شلو زیاتو ښارونو باندې راکټونه ویشتي چې ۴۹ کورونه، ګڼې کارخوني، ذراعتي ودانۍ او د اورګادي یو سټېشن پکې ویجاړ شوي‌ دي.

سوېرو دونیڅک او لسېچینسک چې د سېورسکي ډونیټ سیند باندې پراته دي، په لوهانڅک ایالت کې له اوکراینیانو سره وروستي ښارونه دي او روس یې نیول د خپلې جګړې د مهمو اهدافو په توګه ګڼي.

په جنوب کې چې روس په نیول شوې سیمه کې د خپل واک د غځولو لپاره خرسان او زپروژیا ته پام اړولی خو د اوکراین د دفاع وزارت ویلي، چې دوی په خرسان کې په ځوابیه برید کې نوې ځایونه نیولي دي.

ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ویلي، چې د اوکراین په زپوریژیا کې هم پرمختګ شوی او د یرغلګرو پلانونه یې شنډ کړي دي خو هغه نور جزیات نه دې ورکړي.

خو رویټرز په زپوریژیا او خېرسا کې د جګړې په ډګر باندې په خپلواکه توګه د پرمختګونو پخلی نه دی کړی.

په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې په زرګونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور له هېواد څخه وتلي دي.

بل پلو د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ښايي دا اشاره ورکړې وي چې چې اراده یې له اوکراین څخه د باندې هم ښايي وغځېږي.

پوتین د ځوانو سوداګرو او پانګوالو یوې ډلې ته په ټي وي باندې د پوښتنو ځوابونو په یوې بحث کې وویل، چې روس به پرې نږدي چې ترې کټاره تاوه شي.

هغه وویل، "دا امکان نه لري، تاسو پوهېږئ دا نا ممکنه ده چې د روس په څېر له یو هېواد څخه دې کټاره تاوه شي او مونږ قصد نه لرو چې داسې یوه کټاره جوړه کړو."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG