لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان بجټ ته په رسنیو اؤ سوشل میډيا څنګه کتل شوي؟


په لسم جون په پاکستان کې وړاندې کړل شوي بجټ باندې په مېډيا او سوشل ميډيا بحثونه روان دي۔

په ميډيا که په تنخوا ګانو او پېنشن کې په زياتوالي، د بجټ په خساره او د قرضونو په واپسۍ او په هغې د سود په ورکولو تبصرې کيږي، ولې ټولنيزو رسنيو باندې په حکومت نيوکي کيږي چې عام ولس د پاره دې بجټ کې څه رعايتونه نه دي ورکړل شوي۔

وتلي خبريال مبشر زیدې په ټويټر ليکلي چې په کومه ورځ د تعليم او صحت بجټ د دفاعي بجټ د نيمې هم برابر شو په هغه ورځ به زمونږ هېواد د ترقۍ په لور روان شي۔

پېښور کې يوې بلې خبريالې فرزانه علي په ټويټرليکلي د اېن ايچ ای د پاره د ټولو نه زياتې يوسل اتلس اربه روپۍ د اعلا تعليم محکمې د پاره څلور څلويښت او صحت د پاره دولس اربه روپۍ اېښودل شوي دا زمونږ ترجيحات دي،

پخواني وزير اعظم عمران خان ليکلي مونږ د امپورټډ حکومت دا بجټ مسترد کوو، دوي د ګرانۍ او د معاشي نمو اندازې په غېر حقيقي او د مفروضو په اساس وړاندې کړي دي،

حکومت د ګرانۍ کچه يوولس اعشاريه پينځه ښودلې خو عمران خان وايي ګراني به د پينځويشتو نه د ديرشو فيصدو ترمينځه وي۔

عمران خان د دریوؤ کالو نه تر زیاتې مودې په واک کې له پاتې کيدو وروسته روان کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحريک د لارې د حکومت نه لرې کړس شوی ؤ۔

دعمران خان دغه ټويټ ته په ځواب کې ځېړونکي اؤ‌سیاسي فعال خادم حسېن طنزیه ليکلي ستاسو په حکومت کې د ګرانۍ کچه د نشت برابر شوې وه، او په لکونو خلکو ته روزګار ترلاسه شوي ؤ.

د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلئ غړي او د خېبر پښتونخوا پخواني وزير اعلا امير حېدر خان هوتي په ټويټرليکلي تېر شوي حکومت ملک په اقتصادي توګه د تباهۍ سره مخ کړی دی، موجوده حکومت ته به عوام په پام کې نیول وي،

هغه ویلي د پي ټي ایي حکومت د تلو په وخت اپوزيشن ته دام اېښی ؤ خو هغوي پاکستان او د پاکستان اقتصاد ګېر کړو۔

نوموړې زياته کړې اقتصادي خطرې اوس هم موجود دې او ملک به د ديواليه کيدو نه بچ کول وي۔

وزير اعظم شهباز شريف په ټويټر ليکلي د اعلا تعليم په بجټ کې مو د وعدې سره سم کمی نه دی راوستی او دهائير ايجوکېشن په ترقياتي بجټ کې اووه شپيته فيصده زياتوالی راوستل شوی دی،

نوموړي ويلي دا بجټ د ملک د اقتصادي بحران نه راويستلو د پاره يوه نسخه ده۔

د سو شل ميډيا تر څنګ د اردو اؤ انګريزۍ ژبو ورځپاڼو او په ټيلي ويژن چېنلو هم د بجټ په اړه خبرونه ورکړل شوي او تبصرې پرې شوي دي،

د اردو ژبې مشرق اخبار په اولنۍ پاڼه دوه لویو خبرونو ته ډير ځايې ورکړی دی چې يو په تنخواګانو کې د پينځلس فيصده اضافې په هکله او بل د بجټ څلور نيم زره اربه نه د زياتې خسارې په هکله دی۔

دغسې د اردو ژبې اج ورځپاڼې هم د تنخاګانو د اضافې او په ګاډو، سيګرټو او موبايلو د ټېکسونو خبرونه په اولنۍ پاڼه په سرخط کې ليکلي دي.

د انګريزۍ ژبې ډان، دي نيوز او فرنټير پوست هم په اولنو پاڼو د لویو سرخطونو سره د بجټ په اړه خبرونه چاپ کړې دي،

ډان ورځ پاڼې د خپل خبر په سرخط کې ليکلي "د راتلونکو سختو وختونو دپاره وړاندې کړل شوی بجټ"

دغسي دي نيوز په سرخط کې ليکلي "لګول شوي ټيکسونه او په اخراجاتو کې کمی د ایي ايم نه د پيکیچ اخستو د پاره شوي دي"

ډان ورځپاڼې د بجټ په اړه اداريه هم ليکلي ده، په اداريه کې ليکل شوي د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په دې غلی پاتې شوی خو په راتلونکې مياشت کې د بجلۍ، ګېس او د انرجۍ د استمعال د نورو څيزونو په بل کې د زياتوالي تاؤ به عام ولس محسوس کړي۔

اداریه کې لیکل شوي ښکاري چي دا بجټ د ایي ايم نه قرض اخستو د پاره ترتيب شوی وو۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG