لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وایي د روس په بریدونو کې یې له فرورۍ تر اوسه 10 زره پوځیان وژل شوي


واشنګټن ــــ د اوکراین چارواکي وایي د فرورۍ له وروستۍ اوونۍ راهیسې یې په تېرو درو نیمو میاشتو کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې تر 10,000 زیات پوځیان وژل شوي دي.

د ډېیلي مېل ورځپاڼې د خبر له مخې دا خبره د اوکراین د ولسمشر سلاکار الیکسي ارستوویچ په یوه مرکه کې کړې ده او هغه ویلي چې هره ورځ تر سلو زیات اوکرایني پوځیان په جګړه کې وژل کېږي.

د اوکراین چارواکي دعوه کوي له هغه راهیسې چې صدر ولادیمیر پوټین پر اوکراین یرغل کړی روس تر اوکراین درې چنده زیات پوځیان په جګړه کې بایللي دي.

که څه هم روس له مارچ میاشتې راهیسې په جګړه کې د خپلو وژل شویو پوځیانو شمېر نه دی یاد کړی، خو اوکراین وایي تر 30,000 زیات روسي پوځیان یې وژلي.

بل لور ته د برتانیې استخبارات دا شمېر 15,000 ته نیژدې یادوي، د 1980 په لسیزه کې په افغانستان کې هم د هغه وخت د شوروي اتحاد همدومره پوځیان وژل شوي وو.

د اوکراین یوه چارواکي ویلي د دوی پوځ له روسي ځواکونو سره په جګړو کې د وسلو له کمښت سره مخ دی. د اوکراین په جنوب کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نیژدې د مایکولایو ښار ګورنر د بیړنۍ نړیوالې پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د وي او اې د رپوټ له مخې ګورنر ویټالي کیم ویلي، چې د روس پوځ ډېر پیاوړی دی، دوی ډېرې توپخانې او ګوله بارود لري:

"د اوس لپاره دا د توپونو جګړه ده او موږ له موږ سره ګوله بارود ختم دي، د یورپ او امریکې [پوځي] مرسته ډېره زیاته مهمه ده".

امریکې د روانې جون میاشتې په پیل کې له اوکراین سره د نورو 700 میلینه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړ، خو اوکراین وایي لا هم پوځي مرستې ته ډېره اړتیا لري او له نورو هېوادونو سره د نورو وسلو ورکولو په اړه خبرې کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا د شنبې- خالي په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې له خپل پولېنډي سیال زبیګنیو راو سره یې په راتلونکو ورځو کې د ور لېږونکو درنو وسلو په اړه خبرې کړې دي.

دیمیترو کولیبا وویل چې دواړو په روس باندې د یورپي اتحاد د بندیزونو د بل پړاو په اړه هم خبرې وکړې.

اوکراین د نورو وسلو غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې د ډونباس په سیمه کې سخته جګړه روانه ده او د اوکراین پوځ د روس تر تر واک لاندې خیرسون سیمه کې په روسي ځواکو باندې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

بل لور ته د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډېرلاین د شنبې- خالي په ورځ په نااعلان شوي سفر پایتخت کییف ته تللې او هلته یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په لیدنه کې د دغه هیواد د بیا رغولو او د یورپي ټولنې د غړیتوب د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG