لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د طاقتورو حلقو پښو کې د کښېناستو پر ځای مې ولس ته د ورتګ پرېکړه کړې


پېښور ــــ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دهیواد طاقتور پوځ ته په اشاره ویلي هغه دطاقتورو حلقو پښو ته دپریوتو پځائ ولس ته د ورتګ پرېکړه کړې ده اؤ له بجټ وروسته اوس داسې ښکاري چې میاشت ،یوه نیمه کې به حکومت ختم شي.

تېره ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې عمران خان ویلي داسې ښکاري چې طاقتورې حلقې هیواد کې په روان سیاسي اؤ معاشي بحران پرېشانه دي.

سږ کال د اپریل په میاشت کې د پارلیمان دننه دباورۍ د تحریک د لارې د خپل حکومت ختمیدو نه وروسته عمران خان پرله پسې خپلو ویناګانو کې پوځ ته داشارو په ژبه اورونې کوي چې ولې دده دحکومت په ختمولو کې بې پلوه پاتې شوي دي.

عمران خان تور لګوي چې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ اؤ وایي دې سازش سره دهیواد دننه کړیو هم دمرستې لاس یو کړی ؤ خو پوځ اؤ حکومت باندې ګډې دملي امنیت کمیټۍ دعمران خان دا دعوې رد کړي دي چې ګنې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ.

عمران خان وویل کله چې دهغه حکومت ختم شو نو دوه لارې وې ورسره ، یوه دا چې دطاقتورو حلقو په پښو کې کښیني اؤ بخښنه ترې وغواړي اؤ بله دا چې باید د ولس مینځ ته ورشي اؤ هغه وایي د ولس منځ ته ورتګ یې غوره وګڼل.

د طاقتورې حلقې یا اسټبلشمنټ اصلاګانې مدام په پاکستان کې دپوځ لپاره کارول کیږي خو دعمران خان دڅو وروستیو ویناګانو نه وروسته دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پرله پسې پخپلو بیانونو کې دهیواد په سیاسي مشرتابه ټینګار کړی چې پوځ دسیاست سره څه کار نه لري اؤ باید هسې په سیاستونو کې را ونه لرل شي.

تېره میاشت پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند له لوري پلازمینې اسلام اباد ته لاریون کړی ؤ اؤ دلاریون پرمهال یې ویلي وؤ ترهغې به اسلام اباد کې ناست وي ترڅو چې حکومت اسمبلۍ ړنګې کړې نه وي اؤ د نوؤ ټولټاکنو اعلان یې نه وي کړی.

خو اسلام اباد کې له یوې شپې تیرولو وروسته یې دخپل لانګ مارچ دختمولو اعلان کړی ؤ اؤ زیاتره څیړونکي وایي چې عمران خان ته دپوځ له لوري ترشا دنه ودریدو پیغام ورکړل شوی ؤ ځکه هغه خپل احتجاج ختم کړی ؤ.

خو پخپلو تازه څرګندونو کې عمران خان وایي هیڅو دې دا نه ګڼي چې ګنې هغه لانګ مارچ ختم کړی دی.

هغه ویلي په راتلونکو ورځو کې به بیا داسلام اباد مخه کوي خو وایي اوس دسپریم کورټ فیصلې ته په تمه دی اؤ چې دسپریم کورټ فیصله مخې ته راشي نو په ټول قوت سره به اسلام اباد ته لانګ مارچ وکړي.

د هیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله له مخه ویلي دي چې که دعمران خان ګوند اړی ګړی کوي نو حکومت به یې کله هم اسلام اباد کې احتجاج ته پرې نه ږدي.

د عمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو مهمو مشرانو پرضد د۲۷مئ دلانګ مارچ نه وروسته اسلام اباد اؤ پنجاب ایالت کې یو شمیر مقدمې هم درج کړل شوي دي چې دغو مقدمو کې په هغوئ د اړي ګړي جوړولو ،سرکاري کارونو کې دمداخلت اؤ‌ په پولیسو دبریدونو تورونه لګول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG