لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: وسله والو سره نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی دی


پېښور ــــ د افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ نښته کې دپوځ یو عسکر وژل شوی دی.

دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د اتوار په ورځ خپل بیان کې ویلي چې دا پېښه دشمالي وزیرستان دته خیل سیمه کې رامنځته شوې ده.

پوځ ویلي دنښتې په مهال امنیتي ځواکونو په مړانه مقابله کړې ده اؤ دترهګرو ځاله یې ور ړنګه کړې ده خو دا یې نه دي ویلي چې دې نښته کې وسله والو ته څه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه.

پوځ د وژل شوي عسکر نوم شاه زیب امتیاز ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دغه ۲۵کلن پوځي دپنجاب دکوټلي ستیا سیمې سره تړاؤ لرلو.

پوځ وایي سیمې نه دترهګرو دختمولو لپاره دغلته عملیات روان دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

په پوځ دا تازه برید په داسې حال کې شوی دی چې روانه میاشت دپاکستان حکومت اؤ وسله والې ډلې ټي ټي پي دافغان طالبانو په منځګړتوب کابل کې د روغې جوړې خبرې کړې دي اؤ په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې دواړو خواؤ یوې موافقې ته تر رسیدو په اور بند اتفاق کړی دی.

په کابل کې دپاکستان لخوا وروسته له هغې پاکستاني طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړی شوې وې چې په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو دهیواد بیلابیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو خپل بریدونه چټک کړل.

مطبوعاتي رپورټونه وایي چې دپاکستان حکومت د ټي ټي پي ځينې مهم کمانډران اؤ وسله وال هم دهغوئ په غوښتنه له زندانونو خوشې کړي اؤ ددې ترڅنګ پاکستاني طالبانو پاکستان ته شرط ایښی چې دپخوانۍ فاټا زوړ حیثیت به بیا بحالوي.

کابل کې دسولې په شوؤ خبرو پاکستان کې سختې نیوکې هم روانې دي اؤ دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تیره اوونۍ ډیوه ته ویلي وؤ چې طالبانو سره دروغې جوړې په خبرو کې پارلیمان بې خبره ساتل شوی دی.

څېړونکي وایي هرکله چې دپاکستان ریاست یو ځل بیا طالبانو سره روغه جوړه کوي نو پوښتنې به پرې راولاړیږي چې دوئ بیا قبایلي ضلعو کې دومره اوږده موده عملیات دڅه لپاره کول اؤ دترهګرۍ پرضد دې جګړه کې چې کوم په زرګونو پښتانه وژل شوي اؤ بې کوره شوي دهغوئ قربانیو ته به څه جواب ورکول کیږي چې ایا دا دومره ستر قیامتونه پرې دکوم غرض لپاره تیر کړی شول؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG