لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: د طالبانو حکومت د مې په میاشت کې 12 خبريالان نيولي، ار اېس اېف


بې پولې خبريالانو/ رپورټر ود اوټ بارډرز [ار اېس اېف] ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مې په مياشت کې 12 خبريالان نيولي دي، تنظیم د خبريالانو د نيولو غندنه کړې ده.

د بې پولې خبريالانو/ رپورټر ود اوټ بارډرز تنظيم [ار اېس اېف] په نړيواله کچه د ازاد جرنلزم او خبريالانو د حقونو او دفاع دپاره کار کوونکی غېر دولتي تنظیم يا اداره ده.

ار اېس اېف ويلي، په افغانستان کې د مې په میاشت کې 12 خبريالان باوجود د دې نيول شوي چې طالبانو د خبريالانو د ساتنې دپاره د نظام جوړولو اعلان کړی وو.

ار اېس اېف د طالبانو لخوا د خبریالانو نيول غندلي او د طالبانو د حکومت نه يې غوښتي چې د خبريالانو د خونديتوب او مطبوعاتو د قانون له مخې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د طالبانو حکومت په سمدستي ډول دغه رپورټ ته کوم جواب نه دی ویلی.

د ار اېس اېف ترمخه په 19 مې په افغانستان کې د جرنلسټانو او ميډيا نوي فېډرېشن او د اطلاعاتو او کلتور دوزارت په غونډه کې جرنلستانو ته په ورپېښو ستونزوخبرې شوې وې.

ویل شوي په دغه غونډه کې کره مالوماتو د رسايۍ د نشتوالي، د ازادي اظهار د نشتوالي او په مطبوعاتو کې د کارکوونکو په وړاندې د طالبانود حکومت د امنيتي ځواکونو لخوا د تيري د چلند يادونې شوې وې.

او د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دغه غونډه کې د مطبوعاتود سرغړونو د ارزونې او مالوماتو ته د رسایۍ د حق دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی وو، خو د خبريالانو د نیولو لړۍ دوام لري او د 28 مارچ نه تر 29 مې پورې 12 خبريالان نيول شوي چې څلور يې اوس هم په بند/ جېل کې دي.

د ار اېس اېف په رپورټ کې د نيول شوو خبریالانو تفصيل ورکړی شوی دی.

په درېمه مې د ازاد جرنلزم په نړيواله ورځ د بشري حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنيشنل ويلي وو، په افغانستان کې جرنلزم د دړکو او خطرو لاندې دی، یو وخت چې په افغانستان کې جرنلزم/ مطبوعات ازاد پېژندل کېدو، د طالبانو په واکمنۍ کې مطبوعات د سقوط په حال کې دي، په افغانستان کې رسنۍ بايد وده وکړي.

اېمنسټي انټرنيشنل ويلي وو، په افغانستان کې د 4600 نه زياتو جرنلسټانو دندې د لاسه ورکړي، 231 مطبوعاتي ادارې د امنيت او مالي چېلنجونو له امله تړل شوي، 80 خبريالان او په مطبوعاتو کې کار کوونکي نيول شوي، بريدونه پرې شوي، تشدد پرې شوی او بندي کړی شوي دي.

د اېمنسټي انټرنيشنل ترمخه په ښځينه جرنلسټانو کې په پينځه و کې څلورو دندې د لاسه ورکړي، ښځينه جرنلسټانې د مطبوعاتو نه ورکې شوي دي.

اېمنسټي انټرنيشنل زیاته کړې وه، جرنلسټان او په مطبوعاتو کې کار کوونکي بايد خوندي شي، دوی ته اجازه ورکړی شي چې د تشدد د ويرې پرته په ازاده کار وکړي، او طالبان دې د اظهار راې ازادۍ ته احترام ولري.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي له دغې وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې په خبريالانو او رسنيو کوم داسې محدوديتونه نه دي لګول شوي چې په مالوماتو خپرولو کې سانسور وکړي.

نوموړي دا هم ويلي وو چې دوی د بيان په ازدۍ باور لري او کوشش کوي چې کومې د تاو تريخوالې پېښې رامنځته شوي هغه بيا تکرار نه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG