لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایف اې ټي ایف څلور ورځنۍ غونډه: هیله څرګندېږي چې پاکستان له خړ نوملړه و ایستل شي


واشنګټن ــــ د ترهګرو پر مالي سرچینو او د غیرقانوني‌ پیسو د لېږدولو د څار نړیوالې ادارې ایف اې ټي‌ ایف څلورورځنۍ غونډه نن په جرمني کې پیلېږي چې پکې به له خړ فهرسته د پاکستان د ایستلو یا پکې د پرېښوولو په اړه هم بحث کېږي.

دا غونډه د جرمني په مشرۍ په برلن ښار کې کېږي، چې د څېړونکو او سفارتي سرچینو په وینا امکان لري پاکستان به د چین او نورو متحدینو په هڅو د څارنې له خړ نوملړه وایستل شي او یا به په دې برخه کې د پاکستان د اخیستو ګامونو او پرمختګ د کتلو لپاره اسلام اباد ته د یو پلاوي د لېږلو پرېکړه وشي.

د رپوټونو له مخې پاکستان ته به د ایف اې ټي ایف د پلاوي د لېږلو پرېکړه هله کېږي که پاکستان بیرته تر اکتوبر میاشتې پورې په خړ نوملړ کې پاته شي.

د ایف اې ټي ایف د غونډې د ایجنډا له مخې نن به د ترهګرۍ د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د مخنیوي په اړه د هغو هېوادونو د رپوټونو جایزه اخیستل کېږي چې په خړ فهرست کې شامل دي، د شورو- چارشنبې په ورځ به په تور نوملړ کې او د پنجشنبې- زیارت په ورځ به په خړ نوملړ کې د نورو هېوادونو پر شاملولو خبرې کېږي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د مملکت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ د خزانې او د امنیتي ادارو د ماهرینو یو پلاوی د ایف اې ټي ایف په غونډه کې د ګډون لپاره برلن ته رسېدلی دی.

دغه پلاوی به په غونډه کې د ترهګرو د مالي سرچینو د بندولو او د غیرقانوني پیسو د لېږد د مخنیوي په برخه کې د خپلو اخیستو ګامونو تفصیل وړاندې کوي، پاکستاني چارواکي هیله من دی چې دا ځل به په ور سپارل شوي پلان باندې د عمل کولو له کبله د دوی په ګټه مثبته پرېکړه وشي.

په غونډه کې به د ایف اې ټي ایف 206 غړي او څارونکو ګډون وکړي. په څارونکو کې د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف، ملګرو ملتونو، نړیوال بېنک، او د مالي استخباراتو د ډلې استازي شامل دي.

د اردو وي او اې د خبر له مخې ایف اې ټي ایف د روان کال په مارچ کې د پاکستان هڅې ستایلې وې او پخپله خبرپاڼه کې یې ویلي وو چې پاکستان د 27 نکتو په کاري پلان کې پر 26 عمل کړی دی.

خو دې تنظیم ټینګار کړی وو چې پاکستان دې د ترهګرو د مالي مرستو پلټنې او د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګر ګڼل شویو تنظیمونو د مشرانو په خلاف قانوني چارې بشپړې کړي.

ایف اې ټي ایف هغه وخت تر راتلونکې غونډې پورې په خړ نوملړ کې د پاکستان د ساتلو پرېکړه کړې وه او تر جون میاشتې پورې یې پر ټولو سپارښتنو د عمل کولو لپاره وخت ورکړی وو.

د یکشنبې- اتوار په ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې په پاکستان کې د جرمني سفیر برنارډ شلاګک د وي او اې د پوښتنې په جواب کې وویل چې پاکستان به سږ کال د ایف اې ټي ایف له خړ نوملړه وایستل شي. ده د ایف اې ټي ایف د غوښتنو په پوره كولو سره د پاكستان پرمختګ وستایه او وایي باور لري چې هېواد به سږ كال له خړ فهرسته وايستل شي.

د جرمني سفیر وړاندیز وکړ چې د ایف اې ټي‌ ایف د څارنې ډله باید پاکستان ته سفر وکړي او اسلام اباد ته د سپارل شویو شرطونو د پوره کولو، د غیرقانوني پیسو لېږلو او د ترهګرو د مالي سرچینو مخنیوي او نورو مسلو ته کتنه وکړي.

ښاغلي برنارډ د اسلام اباد هغو اندېښنو ته په جواب کې چې ګواکې په ايف اې ټي ايف کې شامل ځينې هيوادونه د پاکستان په ضد فعال دي وویل چې ايف اې ټي ايف يو اجتماعي او تکنیکي فورم دى او هيڅ يو هيواد ددې ادارې ​پرېکړې نه شي اغېزمنولای.

د يادونې وړ ده پاکستان په وار وار اندېښنه ښودلې چې هندوستان د ایف اې ټي‌ ایف د سياسي مقصدونو لپاره کار اخلي.

په پېرس کې مېشت د ایف اې ټي‌ ایف پر چارو نظرلرونکی خبریال یونس خان وایي د جرمني په غونډه کې که پاکستان په خړ لیسټ کې پاته هم شي هڅې به یې وستایل شي او د «ډو مور» یا «نور څه وکړئ» غوښتنه به نه ترېنه کېږي.

د پاکستان د تجارت وزیر سید نوید قمر تېره میاشت د یورپ مهمو هېوادونو ته سفر کړی وو او هڅه یې کړې وه چې دغه هېوادونه په ایف اې ټي ایف کې د پاکستان د دریځ ملاتړ ته تیار کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG