لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای ایم ایف: پاکستان دې د پور تر لاسه کولو لپاره په نوي بجټ کې نور ګامونه واخلي


اسلام اباد ـــ نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف د پاکستان د مالي کال 2022-23 بجټ د ای اېم اېف د پرورګرام د مقصدونو سره د هم اهنګ جوړولو لپاره د پاکستان څخه د اضافي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

نړیواله مالياتي اداره ای اېم اېف غواړي چې پاکستان په نوي بجټ کې ځنې بدلونونه راولي، نېغ په نېغه په ټېکسونو کې اضافه وکړي او ددې ترڅنګ د تېلو، ګېس او بجلۍ په نرخونو ورکول کېدونکي رعايتونه بېخي ختم کړي.

پاکستان دا وخت د ادایګيانو د توازن، جاري کهاتې او مالياتي خسارو د ستونځو سره مخ دی او د هېواد د بهر ملکي زرمبادلې ذخیرې یې هم تر 10 اربه ډالرو راغورځېدلې دي.

په پاکستان کې د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف نماینده ايستهر پيريز روېټرز خبري ایجسنۍ سره خبرو کې وېلي چې پاکستان له به د مالي کال 2022 - 23 بجټ د ای اېم اېف پروګرام د مقصدونو سره د هم اهنګ جوړولو لپاره نور اضافي ګامونه اخستل وي.

تر دې مخکې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل هم رويټرز خبري ایجنسۍ سره خبرو کې منلې وه چې ای اېم اېف د پاکستان په نوي بجټ اندېښنې لري او ویلي یې وو اي اېم اېف غواړي چې د پاکستان حکومت نور نېغ په نېغه ټېکسونه ولګوي.

د مفتاح اسماعیل وېنا وه د هغه حکومت باوري دی چې په بجټ کې د ای اېم اېف د غوښتنو په تړاو بدلون راولي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او اې ډيوه سره خپله تجزیه کې وايي دا مهال چې د پاکستان په اوږو د غېر ملکي قرضو کوم پېټی پروت دی هغه پورونه به په راتلونکو کلونو کې بېرته ستنول وي او د دې لپاره د ای اېم اېف سرټيفيکېټ مهم دی.

هغه وایي نړیواله مالياتي اداره ای اېم اېف د خپلو شرطونو د لارې غواړي د پاکستان قرضې نورې سېوا نه شي او د هېواد تجارتي او مالياتي خسارې راکمې شي او ددې دپاره چې ای اېم اېف کومه تګلاره غوره ګڼي په هغې کې د ځینو رعايتونه ختمول مهم دي خو ای اېم اېف په دې اعتراض نه لري چې حکومت هدفي رعايتونه جاري وساتي.

د پاکستان مرکزي حکومت تېره اوونۍ د 9500 ارب روپیو د خسارې بجټ وړاندې کړی او هغه وخت هم مفتاح اسماعیل ویلي وو حکومت به یې په هغو خلکو دوه فيصدي اضافي ټېکس لګوي د چا د کال آمدن چې د 30 ميلینه روپیو څخه زيات وي.

د ای اېم اېف نماینده ویلي چې د پاکستاني چارواکو سره به د محصولاتو او لګښتونو په اړه د نور وضاحت لپاره خبرې روانې وي او وايي د ای اېم اېف چارواکي د خپلو تګلارو په نفاذ کې مرسته ملاتړ ته چمتو دي چې داسې د پاکستان اقتصاد کې ثبات راوستل شي.

پاکستان دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې سره د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام کې ښکېل دی خو غواړي چې د ځنډ ښکار د 90 کروړه ډالرو قسط تر لاسه کړي او د ای اېم اېف اندېښنې هم ختمې کړي.

د اسلام اباد د اسلامک پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد او اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق وي او اې ډيوه ته وايي د پاکستان د کال 2022-23 بجټ د ای اېم اېف د شرطونو په اساس جوړ کړی شوی دی.

نوموړی وايي دا وخت د پاکستان حکومت هره میاشت په تېلو د سل اربه روپیو څخه زيات رعایت ورکوي او د اى اېم اېف غوښتنه هم دا ده چې دغه رعایت ختم کړی شي او پاکستان هم پابند دی چې دا به ختموي.

دوېم ای اېم اېف د ګېس او بجلۍ نرخونو ته هم بيا کتنه غواړي او وايي باید چې دا زيات کړل شي. دريمه غوښتنه یې د ټېکسونو د جال پراخول دي، نور ډېر خلک په دې جال کې راوستل دي او دا هم غواړي چې په ځينو شيانو باندې حکومت ټېکس هم سېوا کړي او څلورمه غوښتنه یې دا ده چې د پاکستان حکومت غېر پرمختيایي لګښتونه راکم کړي.

په عېن حال کې چې د پاکستان اتحادي حکومت د اقتصادي او سیاسي چېلنجونو سره مخامخ دی ورسره د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر هم پرله پسې په لاندې را روان دې او د نهې- سه شنبې په ورځ په بېنک کې د يو امريکايي ډالر نرخ د 205 روپیو څخه اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG