لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلي پوځ په ډزو درې فلسطینیان وژل شوي او 10 نور ټپیان شوي


واشنګټن ـــ د فلسطین د نیول شوې لوېدیځې غاړې په جنین ښار کې چې د فلسطیني وسله والو ډلو مرکز دی، د اسرایلي پوځیانو په برید کې درې فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د فلسطیني خبري ایجنسۍ «وفا» د خبر له مخې دغه درې کسان نن د جمعې په ورځ هغه وخت وژل شوي، چې دوی په یوه موټر کې کاوه او اسرایلي پوځیانو ورباندې ډزې وکړې.

د وفا د رپوټ له مخې وروسته بیا په دې سیمه کې "سختې جګړې" پیل شوې او اسرایلي پوځیانو پر فلسطیني وګړو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې 10 تنه نور ټپیان کړل.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ فوټوګرافر یا عکس اخیستونکي ویلي، یو سپین موټر چې له ګولیو یا مرمیو ډک وو په هغه سیمه کې وو چې پکې اسرایلي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې ګړندي عملیات شروع کړي دي.

خو د اسرایلو پوځ بیا په خپل یوه بیان کې ویلي، د دوی پوځیانو په جنین ښار کې په دوو بېلابېلو ځایونو کې د وسلو د لټون لپاره عملیات کول. وایي پر پوځیانو یې هغه وخت برید وشو چې دوی د عملیاتو لپاره له لومړي ځایه دویم ځای ته روان وو او د سړک پر څنډه یو مشکوک موټر وپیژندل شو:

"پر پوځیانو له موټره ډزې وشوې، دوی بیا هغه ترهګر ناکاره کړل چې په دوی یې ډزې وکړې".

د اې ایف پي د خبر له مخې اسرایلي ځواکونو پخپل بیان کې ویلي، دوی د پېښې په ځای کې د دوه ایم-16 ټوپکو او ګولیو په ګډون نورې وسلې هم وموندلې.

د اسرایلو پوځ په وروستیو کې د نیول شوې لوېدیځې غاړې په جنین کېمپ کې- چې فلسطیني وسلوالې ډلو پکې زیاتې فعالې دي- حملې زیاتې کړي دي.

د الجزیره ټيلیویژن مشهوره فلسطیني نسله امریکایي خبریاله شېرین ابو عاقله په تېره مې میاشت کې د فلسطین په جنین کې په داسې حال کې په ډزو ووژل شوه چې د اسرایلي پوځ د عملیاتو خبرونه یې ورکول.

فلسطیني چارواکو، الجزیره او قطر د اسرایلو پوځ د دغې خبریالې په وژلو تورن کړی وو او په څو جرنلسټیکو پلټنو کې هم ورته تورونه لګېدلي وو.

د اې ایف پي د خبر له مخې د فلسطین په یوه څېړنه کې ویل شوي خبریاله چې په کوم حالت کې وژل شوې دا جنګي جرم دی ځکه چې وایي هغې د خپل کار پر وخت مرمۍ ضد جېکټ اغوستی وو او "پریس" ورباندې لیکل شوي وو.

اسرایلو په پیل کې دا تورونه رد کړي وو او ویلي یې وو چې کېدای شي هغه د یوه فلسطیني وسلوال په ډزو وژل شوې وي، خو وروسته یې وویل دا امکان لري چې ګواکې پر هغې ډزې کوونکي اسرایلي پوځیان وي.

د اسرایلي ځواکونو او فلسطینیانو تر منځ جګړه بیا په داسې حال کې توده شوې چې امکان څرګندېږي د امریکې ولسمشر جوبایډن راتلونکې میاشت اسرایل او لوېدیځې غاړې ته سفر وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG