واشنګټن - تمه ده اروپايي کمېشن به د جمعې په ورځ په پراخه توګه اوکراین ته د اروپايي ټولنې د غړیتوب د کاندید حیثیت لپاره خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د جرمني چانسلر اولاف شالز، د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراغي او د رومانیا ولسمشر کلاوس اوهانېس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له کیېف څخه لیدنه وکړه چې د روس د یرغل په وړاندې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.
مکرون وویل، "دا یو مهم وخت دی. دا د یوالي یو پیغام دی چې مونږ یې اوکراینیانو ته استوو."
د اوکراین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته څلورو مشرانو داسې اشاره ورکړې چې اوکراین ته به په اروپايي ټولنه کې د کاندید حیثیت وړاندیز وشي.
شلز وویل، "زما همکاران او زه چې دلته کیېف ته راغلی یم له یو څرګند پیغام سره، اوکراین اروپايي کورنۍ پورې تړاو لري."
د کاندید حیثیت یواځې لومړی پړاو وي، د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کول تر لسو زیاتو کلونو ته اړتیا لري.
د اوکراین د جګړې ډګر او اقتصادي ننګونې:
د امریکا د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ ویلي، روس په سوېرو ډونیڅک باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې په خرسان کې له لاسه ورکړي ځایونه بېرته ونیسي.
روسي او اوکرایني ځواکونو خارکیېف ته نېږدې هم جګړه کوي او سلوېنسک ته نېږدې هم روسانو ګڼ ناکام عملیات کړي.
د برتانیې دفاعي چارواکو ویلي، روس له اوکراین سره په جګړه کې په سټراټیژیکه توګه ناکامه شوی او درانه زیانونه ورته اوښتي.
د برتانیې د دفاع وزارت لخوا په وروستیو استخباراتي معلوماتو کې ویل شوی اوس په اوکراین باندې د روس د یرغل پرضد خبرې جرم بلل کېږي او د روس وکیلان په دې کار کوي چې هغو روسانو ته د ۲۰ کالو د بند سزا ورکړي چې د روس د حکومت پرضد جنګېږي.
ځینې روسانو ددغه جګړې پرخلاف احتجاجونو ته دوام ورکړی او دغه استخباراتي معلومات دا هم ښيي چې داسې نښې دي چې ۱۵۰۰۰۰ روسي میلیونران کېدای شي د هېواد د پرېښودلو هڅه وکړي.
راپور زیاتوي، که دا بهیر همداسې دوام وکړي نو په اوږد مهاله کې به د روس اقتصاد ته سخت زیان ورسوي.
بل پلو الجزیرې د اروپايي کمېشن د ویاند له خولې ویلي، د روس لخوا اروپا ته د ګازو د لېږد کمول به د اروپا د انرژۍ بهیر له کوم بیړني ګواښ سره مخ نه کړي.
الجزېرې د روس د خبري ادارې د راپور له مخې ویلي، چې روسانو هغه راپورونه رد کړی چې له اوکراین څخه یې غلا کړي غنم سوریې ته استولي.
روسان د خلکو پرضد ماینونه کاروي:
د بشري حقونو د څار ډلې (اچ ار ډبلیو) ویلي، روس په اوکراین کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتره د هغو ماینونو په کارولو اړولې کوم چې په نړیواله توګه بند شوي دي.
اچ ار ډبلیو په یو راپور کې چې د جون په ۱۶ چاپ شوی ویلي، که څه هم روس او اوکراین دواړو د موټرو ضد ماینونه کارولي خو یواځې روس دی چې د انسانانو پرضد هغه ماینونه کاروي کوم چې کارول یې په نړیواله بند شوي دي.
دوی وايي، همدې ماینونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د خوړو د تولید بهیر یې زیانمن کړی.
په اوکراین کې د ځمکنیو ماینونو تر سرلیک لاندې په دغه راپور کې ویل شوي چې د روسانو لخوا د انسانانو پرضد اوه ډوله ماینونه کارول شوي خو د ۱۹ پاڼو په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې داسې ښکاري اوکراین ددغه ډول ماینونو د نه کارولو تړون ته چې په ۲۰۰۵ کال کې لاسلیک شوی وو ژمن پاتې دی.