لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د سيکانو په درمسال بريد کې يو تن وژل شوی، اووه ژوبل شوي


د افغانستان په پلازمينه کابل کې د سيکانو په يو درمسال وسله وال بريد شوی، په کابل کې د طالبانو د پوليسو ویاند په پېښه کې د يو "اهل هنود" د وژل کېدو او اووه ژوبلېدو ویلي دي، ويل شوي د بريد په مهال يو طالب هم وژل شوی دی.

په کابل کې د طالبانو د پولیسود وياند خالد ځدران په ټویټر ويلي، نن د خالي/ شنبې [18 جون] په سهار وختي د کارته په ساحه کې نامعلومو وسله وال "د اهل هنود په یو درمسال ته ننوتل د ننوتلو تر مخ یې په ساتونکو د لاسي بم برید وکړ چې په نتېجه کې یې هلته اور لګېدلی وو.

له دغې وروسته نوموړي په بريد کې مړي ژوبلې تاييد کړي او ويلي يې دي، بريد د بریدګرو له منځه وړولو سره پای ته رسېدلی دی. خو دا يې نه دي ويلي چې بريد کوونکي څو تنه وو او څوک وو؟.

د پولیسو وياند دا هم ويلي چې په درمسال د بريد وروسته بيا د يو موټر بم د خلکو د ګڼې په ځای کې د چاودنه شوې خو ځاني تاوان يې نه دی اړولی، هغه ويلي درمسال په ګېره کې اخستل شوی دی.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په کال 2020 کې په کابل کې د سيکانو په درمسال بريد شوی، 25 تنه پکې وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل وو، او اته نور ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري داعش منلې وه.

په کابل کې دغه بريد په داسې حال کې شوی چې پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په شمالي ولایت کندزو کې د جمعې د لمانځه په مهال چاودنه شوې او د طالبانو چارواکو ویلي، د «الف بیردي» په نوم جومات کې ایښودل شوی ماین چاودلی چې یو تن پکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو.

د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د افغانستان په شمالي ولایتونو بلخ، کندوز، ننګرهار او کندهار کې د شیعه او سني مسلمانانو پر جوماتونو ګڼ شمېر بمي چاودنې شوې دي چې پکې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د اپرېل په میاشت کې هم د کندوز د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر یو جومات خونړۍ چاودنه شوې وه چې د طالبانو په وینا 33 تنه عام خلک پکې وژل شوي او تر څلوېښتو زیات پکې ټپیان شوي وو.

طالبانو په وروستیو کې په وار وار دعوې کړې چې د داعش خراسان ډلې په ضد یې عملیات پیل کړي او په ځینو سیمو کې یې د دې ډلې مهم کسان نیولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG