لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: داعش د سيکانو په ګوردواره د بريد زمه واري منلې


د افغانستان په پلازمينه کابل کې پرون د خالي/ شنبې په سهار د سيکانو په ګوردواره/معبد د بريد زمه واري داعش ډلې منلې ده، په ياد بريد کې دوه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه د داعش خراسان څانګې په ټیليګرام چېنل د بريد زمه واري منلې او ويلي يې دي دغه بريد يې پېغمبراسلام ته د سپکاوي په ځواب کې کې کړی دی.

په وروستيو کې په هند کې د حکومتي واکمنه ګوند بهارتيه جنته پارټۍ په دوه مشرانو داسې تورونه لګېدلي چې دوی د پېغمبر اسلام سپکاوی کړی، دغه دواړه مشران چې يوه پکې ښځه هم وه د ګوند څخه لرې کولو ويل شوي او په ګڼو ملکونو کې يې پرضد مظاهرې هم شوې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پروني بريد په اړه ویلي، بريد کوونکو د چاودېدونکو مواد ډک ګاډی هم راوستی وو خو هغه هدف ته د رسېدو وړاندې چاودلی وو.

په کابل کې د طالبانو د پوليسو وياند خالد ځدران وي او اې ډيوه ته د بريد په اړه لېږلي پېغام کې ويلي وو، په بريد کې يو سيک/ اهل هنود او يو طالب وژل شوي او اووه تنه ژوبل شوي وو.

د رويټرز ترمخه د ګوردوارې يو چارواکي ګورنام سينګ ويلي، د بريد په وخت په ګوردواره کې د 30 پورې کسان موجود وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، هندوستان او پاکستان ترڅنګ په افغانستان کې پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد غندلی دی.

په کال 2020 کې په کابل کې د سيکانو په ګوردواره بريد شوی، 25 تنه پکې وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل وو، او اته نور ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري داعش منلې وه.

په کابل کې دغه پرونی بريد په داسې حال کې شوی چې د جمعې په ورځ د افغانستان په شمالي ولایت کندزو کې د جمعې د لمانځه په مهال چاودنه شوې او د طالبانو چارواکو ویلي، د «الف بیردي» په نوم جومات کې ایښودل شوی ماین چاودلی چې یو تن پکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو.

د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د افغانستان په شمالي ولایتونو بلخ، کندوز، ننګرهار او کندهار کې د شیعه او سني مسلمانانو پر جوماتونو ګڼ شمېر بمي چاودنې شوې دي چې پکې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د اپرېل په میاشت کې هم د کندوز د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر یو جومات خونړۍ چاودنه شوې وه چې د طالبانو په وینا 33 تنه عام خلک پکې وژل شوي او تر څلوېښتو زیات پکې ټپیان شوي وو.

طالبانو په وروستیو کې په وار وار دعوې کړې چې د داعش خراسان ډلې په ضد یې عملیات پیل کړي او په ځینو سیمو کې یې د دې ډلې مهم کسان نیولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG