لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان کې د وژلو شوو ځوانانو د پېښې پرضد احتجاجي مظاهرې شوي


په وزيرستان کې د وژل شوو ځوانانو د پېښې پرضد په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره شوې
په وزيرستان کې د وژل شوو ځوانانو د پېښې پرضد په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره شوې

په شمالي وزیرستان کې په وسله وال برید کې د وژل شوو ځوانانو د وژنې پر ضد تیره ورځ د پاکستان پایه تحت اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، په سيمه کې د امنيت په نه ټينګېدو نيوکې شوي او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او نورو دغه ډول پېښو د مخنيوي غوښتنې شوي دي.

د خالي/ يک شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د ځوانانو تنظيم [يوت اف وزیرستان] څلور ځوانان سنید داوړ، وقار داوړ، اید داوړ او حماد داوړ چې څلور واړه سره ملګري وو، ناڅرګندو وسلوالو په ډزو سره وژلي وو.

ملي جمهوري غورځنګ د ځوانانو د وژنې د پېښې پرضد په ټول ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی وو.

تیره ورځ په میر علي سیمه کې د دوی په جنازو کې د خپلو خپلوانو او د علاقې په سلګونو شمېره کې خلکو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین او د پاکستان په پارلیمان کې علاقې د خلکو منتخب استازي او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ هم ګډون کړی وو.

ښاغلي منظور پشتین د جنازې پرمهال خلکو ته په وینا کې ویلي چې حکومت نور دوی ته تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی او د خپلو سیمو امنیت دې دوی په خپله وساتي.

هغه ویلي که امن غواړئ په خپله به رامخې ته کیږئ له پنجابه به څوک نه راځي چې مونږ ته امن راولي.

هغه ویلي له ریاست نه دا تمه ساتل چې تاسو به وژغوري دا تمه سمه نه ده. دغلته پښتانه د بلا په خوله کې پرېښودل شوي خو له دغې بلا نه به پښتانه خلاصوي.

د ځوانانو د وژنې د پېښې پرضد د ملي جمهوري ګوند د اعلان سره سم د ملک په پایه تحت اسلام اباد، پېښور، کوټه، کراچۍ او یو شمېر نورو سیمو کې ګڼ شمېر ځوانانو احتجاجي مظاهرې کړې او د پښتنو پر خاوره يې د تل پاتې امن غوښتنه کړې ده.

د دغه پیښې زمه واري تر دې مهاله کومې ډلې نه ده منلې.

خو د ملي جمهوري ګوند چیرمین محسن داوړ ویلي د دغه پیښې زمه وار ریاست او ریاستي امنیتي ادارې دي.

هغه ویلي ریاست د دوی په سر کاروبار کوي لومړي یې طالبان راوستل بیا یې د هغوی پرضد عملیات وکړل او عملیاتو کې د وسله له مینځه وړولو دعوې وشوې اوس بیا هغه وسله والو سره خبرې روانې دي او بیا راوستل کیږي.

هغه ویلي که وژل کیږي او که پاته کیږي خو دا خاوره به بیا د پښتنو په وینو د چا کاروبار ته پرې نه ږدي.

بل لور د ځوانانو د وژنو پېښه د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان غندلې، د وژنو په پېښه يې افسوس څرګند کړی او ويلي يې دي، په پېښه کې ککړ کسان به په هيڅ صورت د نيولو نه بچ پاتې نه شي.

دې وژل شويو تنکي ځوانانو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپریږي، چې پکې هغوي د کډوالو د حقونو ترڅنګ د ناامنۍ پرضد او وزیرستان پرمختګ د پاره مبارزه لیدل کیږي او د دوی دغه وژنه د قرباني په توګه ستایل کیږي.

په شمالي وزیرستان کې دا پیښه په داسې حال شوې چې د پاکستان حکومت د تیرو دوو لسیزو راهسې د ملاکنډ ډویژن په ګډون پخوانۍ قبایلي سیمو کې د ناامنۍ پرضد پوځي عملیات کړي او پوځ دعوی لري چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې وسله وال پاکستان کې کوم نېټ ورک یا مستقلې ځالې نه دي پاتې او بیا په صوبه کې ورګډولو وروسته حالات نور پکې ښه شوي دي.

خو ځایي خلک او په خپله پاکستان کې پښتون قام پرسته سیاسي ګوندونه دا دعوې ردوي او تر عملیاتو وروسته په دې ناامنۍ پوښتنې راپورته کوي چې په هر ځایې کې پوځي چاوڼۍ او چیک پوستې دي بیا په یادو سیمو کې نور څوک دي چې دغه ډول وژنې کوي؟.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG