واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو د طالبانو د لوړو زدکړو لنډمهالی وزیر او د تعلیم وزارت مرستیال د بندیزونو په هغه فهرست کې ساتلي چې نه شي کولای نورو هېوادونو ته سفر وکړي. ملګرو ملتونو د دې سبب د ښځو پر کار او ازادۍ او د نجونو پر تعلیم بندیزونه بللي دي. طالبانو لا په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ملګرو ملتونو د دوشنبې- ګل په ورځ د «اسلامي امارت» دوه چارواکي له دې کبله د سفري بندیزونو له فهرسته نه دي ایستلي چې وایي هغوی پر افغانو ښځو بندیزونه لګولي دي.
یوه سفارتکار د فرانس خبري ایجنسۍ ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، دغه دوه کسان چې بندیز ورباندې پر ځای ساتل شوی یو د لوړو زدکړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او بل د تعلیم وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل دی.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د طالبانو د لوړو زدکړو پر وزیر عبدالباقي حقاني سفري بندیز اعلان کړی چې هغه دا مهال هم له هېواده بهر دی او د ترکیې د حکومت په رسمي بلنه انقرې ته تللی دی.
د رپوټونو له مخې ټاکل شوې وه چې د طالبانو پر 15 مشرانو د سفر کولو د اجازت موده پرون د جون پر 20 ختمه شوې وای، خو د فرانس خبري ایجنسۍ د ځینو سفارتکارانو له خولې وایي چې په دوی کې د 13 طالب مشرانو د سفري معافیت موده لږ تر لږه دوې میاشتې نوره هم غزول شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره هېدر بار وايي، دا پرېکړه تر هیڅ نه کولو ښه ده خو وایي ناهیلې کوونکې ده. مېرمن هیدر بار ازادي رېډیو ته ویلي:
"[د ملګرو ملتونو] امنیت شورا ته په کار وه د ښځو او نجونو پر حقونو اوسني تېري ته یې پام کړی وای او داسې لارې چارې یې لټولې وای چې پر بنسټ یې امنیت شورا د سفري بندیز په ګډون له نورو لارو چارو هم کار واخلي او د ښځو پر حقونو د دې تېریو پر وړاندې مخالفت وښیي."
طالبان چې د تېر کال د اګست پر پینځلسمه پر افغانستان واکمن شوي پر ښځو یو یې لړ بندیزونه لګولي او د هغوی هغه ازادۍ یې له خطر سره مخ کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې تر لاسه کړې وې.
طالبانو په تېرو نهو میاشتو کې نه یواځې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي بلکې ښځې یې هم په دغو سکولونو او نورو دفترونو کې له کارونو منع کړې دي او پر هغوی یې حجاب لازمي کړی دی.
دغو سفارتکارانو د فرانس خبري ایجنسۍ ته ویلي پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیونو کمېټۍ تر پېچلیو بحثونو وروسته دا خبره ومنله چې د 13 طالب مشرانو د سفر معافیت لومړی دوې میاشتې او بیا درېیمه میاشت هم پسې زیات کړي.
اې ایف پي د دغو سفارتکارانو له خولې لیکلي، ځینو هېوادونو د دې خبرې ملاتړ کاوه چې د ښځو له حقونو د انکار له کبله دې پر ټولو طالب مشرانو سفري بندیزونه ولګول شي خو وایي ځینې بیا له دې خبرې سره جوړ نه وو.
سفارتي سرچینه وایي د 13 طالب مشرانو د سفر اجازه به له دوو میاشتو هله درېیمې میاشتې ته وغزول شي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمېټۍ کې شامل کوم غړی هېواد ورباندې نیوکه ونه کړي.
په نړیواله توګه د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی او د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزی هم له تېرو نهو میاشتو راهیسې د افغانو نجونو د تعلیم لپاره پر ټولنیزو رسنیو ږغ پورته کوي. هغه پر ټویټر لیکلي:
"یواځې پر دوو [طالب مشرانو] بندیز هیڅ نه دی، د طالبانو پر ټولو مشرانو دې بندیز ولګول شوي چې ښځې یې له کارونو منع کړې او په کورونو کې بندې کړې دي او جینکۍ سکولونو ته نه پرېږدي".
په مجموعي توګه تر اوسه د طالبانو پر 41 چارواکو لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سفري بندیز لګېدلی دی. درې کاله وړاندې د امریکې د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره یواځې د 14 طالب مشرانو پر سفر بندیز د لنډې مودې لپاره لرې کړی شوی وو.