لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر وایي د اسمبلۍ اجلاس ته تلل غواړي خو په روغتون کې ورباندې دوه بریدونه شوي


PTM leaders
PTM leaders

کراچۍ ــــ د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير بېګا شپه د کراچۍ په جناح روغتون کې د وارډ نه بهر راوتلی او احتجاج يې پېل کړی وو.

علي وزیر د ګل او نهې په مينځنۍ شپه کې جناح روغتون ته د علاج دپاره بوتلی شوی وو او نن ماسخوتن په ټولنيزو رسنیو د علي وزير د جناح روغتون څخه ويډيو خپره شوې.

په وېډیو کې علي‌ وزیر دعوه کړې چې په هغه په روغتون کې دوه ځله بريد شوی او ژوند ته یې خطره ده، وایي دی دې يا جېل ته او يا د قومي اسمبلۍ د سپيکر په پروډکشن ارډر اسلام اباد ته د قومي اسمبلۍ غونډې ته ګډون له بوځي:

"زه دلته [په جناح روغتون کې] غیرمحفوظ یم او جېل ته تلل غواړم، زما پروډکشن آرډر جاري شوی که تاسې [پولیس] ما جېل ته نه بیایئ بیا مې د بجټ اجلاس ته بوځئ".

د پي ټي اېم يو زمه وار محمد شېر مسید وايي، د پوليس چارواکو سره د خبرو وروسته علي وزیر بيرته وارډ ته لاړو.

مسيد وويل، پوليسو علي وزير ته باور ورکړو چې سبا د زیارت- پنجشنبې په ورځ [23 جون] به یې بيرته جېل ته بوځي يا به يې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون دپاره اسلام اباد ته ولېږي.

وي او اې ډیوه د جناح روغتون د مشر ډاکټر شاهد رسول سره په دغه اړه د رابطې هڅه کړې خو هغه ورته جواب نه دی ويلی، او نه د سيند صوبې کوم حکومتي چارواکي په دغه اړوند څه ويلي دي.

د قومي اسمبلۍ د سپيکر سيکرټريټ د بجټ په اړه په روانه غونډه کې د علي وزیر پروډکشن ارډر یا د ګډون امر د نهې- سه شنبې په ورځ [21 جون] جاري کړی وو.

علي وزیر پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې وېډیو کې ویلي، کله چې دی په هریپور جېل کې وو نو یې هم د اسمبلۍ په غونډه له ګډونه محروم ساتلی وو او وایي اوس یې په دې غونډه کې هم مخه نیول کېږي:

"په ټول کال کې د بجټ یو اجلاس وي او هر څوک د خپلې حلقې مسایل پکې وړاندې کوي، زه کومه غیرایني‌ غوښتنه نه کوم".

علي وزیر وایي درې میاشتې کېږي چې ده په جېل کې د خپل علاج لپاره درخواست ورکړی وو خو تر اوسه ورباندې عمل نه وو شوی او اوس چې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د ده د ګډون امر جاري کړل شو نو دی روغتون ته راوستل شو.

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی. نوموړي ته د پاکستان سپريم کورټ او هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې چې نن د 23 جون نېټه پکې د فېصلې اورول دپاره ټاکل شوې او بله مقدمه يې روانه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG