لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سپريم کورټ: خلک د خپلې دفاع دپاره ولسي ځایونو ته وسله وړلی شي


د امریکې سپريم کورټ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [23 جون] خپله مهمه فېصله اورولې او ويلي يې دي امريکايانو ته دا حق حاصل دی چې د خپلې دفاع دپاره عامو ولسي ځايونو ته د ځان سره وسله وړلی شي.

د امریکا د سپريم کورټ دغه فېصله په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې په وروستيو کې په امريکا کې په عامه کچه د وژنو پېښې مخې ته راغلي دي.

د راپورونو ترمخه د سپريم کورټ په نهه ججانو کې شپږو د فېصلې په حق کې او درېو په مخالفت کې رايې ورکړې ده.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د سپريم کورټ په فېصله کې د نيويارک د 1913 هغه قانون هم ختم کړی شوی د کوم لاندې چې به خلکو د يو خاص اجازت سره ولسي ځايونو ته وسله وړلی شوه.

عدالت ويلي دغه ډول پابنديانې د امريکايي ايين د بل بدلون سره په ټکر کې دي.

د امریکا په کیليفورنيا، مېريلېنډ، نیوجرسي، مېسي چيوسټس او روډ اييلېنډ کې هم دې ته ورته قوانين موجود دي.

د امريکې صدر جوبايډن د سپريم کورټ په فېصله د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي د هغه په نظر دا د عقل او ايين دواړو سره په ټکر کې ده، او دوی ټولو له په دې اندېښنه پکار ده.

امریکايي صدر د رياستونو په کچه په دغه اړوند د نوو قوانينو جوړولو په خبره ټينګار کړی او ويلي يې دي هغه په ټول ملک کې د امریکايانو نه غوښتنه کوي چې د ګن سېفټي يا ټوپک خوندي کولو دپاره غږ پورته کړي ځکه چې زندګۍ په خطره کې دي.

[دا خبر د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوی دی].

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG