واشنګټن – د اوکراین یو سیمیز پوځي قومندان ویلي، اوکرایني ځواکونه به د کلابند شوي سوېروډونیڅک ښار څخه ووځي، او زیاتوي، دا اوس بې معنی ده چې دوی په ختیځو سیمو کې پاتې شي چېرې چې روسان د میاشتو راهیسې په دوامداره توګه بریدونه کوي.
بل پلو د اروپا پارلمان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اکثرو د اوکراین د کاندید حیثیت لپاره رایه ورکړې چې له دې سره دغه هېواد یو قدم نور هم لویدیځو متحدینو ته نېږدې شوی.
په دغه غونډه کې د ۴۵ مخالفو په وړاندې ۵۲۹ موافقو رایه ورکړې او ۱۴ غړو پکې له رایه ورکولو څخه ډډه کړې.
د اروپا پارلمان همدارنګه جیورجیا او مالدوا ته هم کاندید حیثیت تصویب کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په ټویټر باندې لیکلي، "دا د اوکراین او اروپايي اتحاد د اړیکو په برخه کې یوه ځانګړې او تاریخي موقع ده. د اوکراین راتلونکې له اروپايي اتحاد سره ده."
هغه په انسټاګرام ویلي، "مونږ همدا اوس کاندید حیثت ترلاسه کړ. دا زمونږ بریا ده."
د اروپا په پارلمان کې دا رایه اچونه په داسې وخت کې شوې ده چې امریکا ویلي دوی اوکراین ته د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته لېږي.
په دغې مرسته کې د منځني واټن ویشتونکي راکټي سیستمونه شامل دي. تر دې وړاندې امریکا تېره اونۍ هم له اوکراین سره د یو بیلین ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړې وه.
د اوکراین د پارلمان مشر رسلن سټیفنچک له اروپايي وکیلانو څخه مننه کړې او د فیسبوک په یو پیغام کې یې ویلي، "اوکراین د اروپايي اتحاد غړی دی. مونږ نه یواځې ددې حق لپاره د جګړې په ډګر کې جګړه کوو بلکه په حقوقي ډګر کې هم."
د ۲۷ هېوادونو په اروپايي اتحاد کې د دې دریو هېوادونو له یوځای کېدو سره باید اوس دا هېوادونه یو شمېر سیاسي او اقتصادي اصلاحات راولي.
د اروپايي کمېشن مشرې اورسالا وان ډېر لیین وویل، اوکراین لا له مخکې څخه د اروپايي اتحاد ۷۰ فیصده قوانین، نورمونه او معیارونه عملي کړي دي.
خو هغې وویل، لا هم د قانون د پلي کېدو، د فساد پر ضد د مبارزې او د بنیادي حقونونو په برخه کې باید زیات څه وشي.
تر دې وروسته به د اروپايي اتحاد د ۲۷ حکومتونو مشران د اوکراین د غړیتوب په اړه وروستۍ رایه ورکوي.
دغه رایه به په پټه ورکول کېږي. ډپلوماټان وايي، دا بهیر کېدای شي یوه لسیزه ونیسي چې بشپړ شي.
د اروپايي اتحاد د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل وویل، "د اوکراین خلک د اروپايي کورنۍ سره تړاو لري. د اوکراین راتلونکې له اروپايي اتحاد سره ده."
هغه زیاته کړه، "نن د یو اوږده سفر پیل دی چې باید په ګډه سره پرې ولاړ شو."
بل پلو د اروپايي اتحاد مشران په برسلز کې سره راټول شوي چې د نړۍ په خوراکي توکو باندې په اوکراین د روس د یرغل پر اغېزو خبرې وکړي او همدارنګه له اوکراین سره د اروپايی اتحاد په نورو اقتصادي، پوځي او بشري مرستو باندې وغږېږي.
زېلینسکي ویلي، چې روس د اوکراین په ختیځې ډانباس سیمه باندې خپلو سختو هوايي او راکټي بریدونو ته دوام ورکړی او زیاتوي، د روس هدف دا دی چې ټول ډانباس قدم په قدم وېجاړ کړي.