لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پکتیکا کې نن بیا زلزلې پینځه تنه مړه کړي یوولس ټپیان شوي،‌ طالبان وایي‌ ټول مړي 1,100 شول


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې دوې ورځې وړاندې تر زورورې زلزلې وروسته چې د دې هېواد جنوب ختیځې سیمې پکتیکا، پکتیا او خوست یې ولړزولې، نن یو وار بیا په پکتیکا ولایت کې زلزله شوې او نور خلک یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وایي، د زلزله تازه ټکنانونه د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې راغلي چې دوې ورځې مخکې یې هم زیاته مرګ ژوبله اړولې. ډاکټر زمان پر خپل ټویټر لیکلي:

"د زلزلې بله جټکه نن سهار د جمعې په ورځ لس بجې شاوخوا رامنځته شوې، چې د ابتدايي معلوماتو په اساس پینځه تنه هيوادوال په شهادت رسېدلي او له يوولسو زيات ټپيان دي".

په پکتیکا کې د عامې روغتیا د ادارې مشر حکمت الله عصمت وي او اې ډیوه ته وویل، له ګیان پرته ځینې نورې ولسوالۍ هم نن زلزلې بیا لړزولې دي خو وایي له مرګ ژوبلې یې حال نه لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون پخپله غونډه کې په افغانستان کې د زلزلې او په دې هېواد کې پر بشري، اقتصادي او نورو حالاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر استازي رامز الاکبروف د امنیت شورا غونډې ته له کابله وینا کړې او ویلي یې دي چې دوی ته د رسېدلیو معلوماتو په بنیاد دا شمېر تایید شوی چې په زلزله کې تقریباً 800 کسان مړه شوي او تر 1,400 زیات ټپیان شوي‌ دي.

ښاغلي الکبروف غونډې ته ویلي چې په ټپیانو کې د ډېرو حالت نازک دی، ځکه چې وایي څو زره کورونه زلزلې ویجاړ کړي او زیانمن کړي او لا د خلکو د موندنې او ژغورنې کارونه روان دي، تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې د مړیو او اغېزمنو خلکو شمېر زیات شي. الکبروف غونډې ته وویل:

"د بشري مرستو فعالینو له واکمنو چارواکو سره بیړنۍ مرستې پیل کړې چې د دفاع وزارت یې مشري‌ کوي، په مرستو کې زلزله ځپلو سیمو ته امبولنسونه لېږل، د روغتیایي وسایلو برابرول، د دارو درملو چمتو کول، د ګرځنده روغتیایي ټیمونو لیږل او همدارنګه د خېمو، شړیو، پلاسټیکي شیټونو او خوړو لېږل پکې شامل دي."

د طالبانو چارواکي بیا وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې په زلزله کې د مړه شویو کسانو شمېر 1,100 ته رسېدلی او ټپیان تر 1,600 زیات شوي‌ دي.

قدرتي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، په ټپیانو کې تر 1,000 د زیاتو کسانو حالت ښه نه دی، وایي د ټپیانو او مړیو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي ځکه چې وایي لا هم خلک تر خاورو خځلو لاندې دي.

وزارت وایي د پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او سرکاري ډلې اوس زیانمنو خلکو ته د مرستو رسولو چارې ترسره کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ښاغلي رامز الکبروف د امنیت شورا غونډې ته وویل، دی به سبا د زلزله ځپلیو سیمو سفر کوي او هلته به له اغېزمنو کورنیو او ژغورونکو ډلو سره ویني او د مرستو څارنه به کوي. ښاغلی الکبروف وایي:

"زه به هلته یم چې د ملګرو ملتونو له مرسته کوونکو ادارو او نورو ژغورونکو ډلو، مدني او نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړو او د افغانستان خلکو ته مخامخ مرسته ورسوو".

قدرتي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت د مطبوعاتي چارو مشر مولوي نسیم حقاني مشال رېډیو ته ویلي، د لارو د خرابوالي او د ټیلیفوني شبکو د اغېزمنېدو له کبله ورته ګرانه شوې چې د زلزلې له وجې د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات تر لاسه کړای شي.

XS
SM
MD
LG