لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګونتانامو کې بندي افغان اسدالله هارون ګل خوشي کړل شوی او طالبانو ته سپارل شوی


واشنګټن ـــــ په ګونتنامو زندان کې له پاتې دوو تنو افغان بندیانو څخه یو افغان بندي را خوشي شوی او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته سپارل شوی دی. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې هغه د قطر په یوه الوتکه کې کابل ته رسول شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسدالله هارون په نوم یاد افغان بندي د دوی د حکومت په هڅو له امریکې سره د مخامخ او "مثبتو اړیکو" به نتیجه کې را خوشي شو:

"نن ورځ د دې شاهدان یو چې له ګواننتامو څخه اسدالله هارون را خلاص او له کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای کیږي."

د طالبانو په خبرپاڼه کې د اسدالله هارون ګل- چې په هارون الافغاني هم مشهور دی د را خلاصولو په برخه کې له قطر هېواده هم د اسانتیاوو بربرولو په برخه کې مننه کړې ده.

د امریکې د دفاع وزارت د حکمونو له مخې د امریکې حکومت تېر کال په کیوبا کې د ګونتنامو له پوځي زندانه په 39 بندیانو کې د دوو نورو هغو بندیانو له خوشي کولو سره اتفاق وکړ چې له کلونو په دې زندان کې بندیان دي.

د ګونتنامو د څېړنې د بورډ د خپرو شویو اسنادو له مخې یمني سند الاسلام الکاظمي او په خټه افغان اسدالله هارون ګل د تېر کال د اکتوبر پر اووه د خوشي کېدو منظوري ترلاسه کړې ده.

د اسدالله هارون ورور رومان خان له خپلې کورنۍ سره په پیښور کې اوسېږي، هغه فرانس پرس خبري ایجنسۍ ته ویلي چې دوی ته د جمعې په ورځ د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی دی:

"د هغه [هارون] پر ضد تورونه غلط وو او د هغه خوشي کیدو ثابته کړه چې هغه بې ګناه وو، خو څوک به د هغه د ژوند تللي کلونه بیرته راوګرځوي".

اسدالله هارون ګل چې تر څلوېښت کلنۍ یې عمر اوښتی د 2007م کال له جون میاشتې د یو اسلامپاله وسلوال کمانډر او د القاعده ډلې د قاصد په توګه په ګونتنامو کې بندي وو او په لومړیو کې "خطرناک شکمن ترهګر" ګنل کېده.

د فرانس پرس خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې د هارون کورنۍ چې په 1979م کال کې پر افغانستان د روس تر «یرغل» وروسته پاکستان ته مهاجره شوې ده، دا یې منلي دي چې هارون د حزب اسلامي غړی وو، خو وایي‌ هغه هیڅکله هم له القاعده ډلې سره تړاو نه درلود.

د ګوانانتامو زندان د بندیانو د څېړني بورد یو کال مخکې د هغه خوشي کیدل رد کړل، خو په نوي حکم کې ویل شوي چې هغه په توندلارو تنظیمونو کې د رهبرۍ رول نه درلود.

د ګوانتانامو په 27 نورو بندیانو کې چې د خوشي کېدو منظوري یې لا نه ده ورکړل شوې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د «اصلي پلانوونکي» خالد شیخ محمد په ګدون د لسو کسانو مقدمه لا روانه ده، په دوی کې دوه نور کسان مجرم ګڼل شوي ‌او د نورو برخلیک لا معلوم نه دی.

یادونه:- د رپوټ ځینې برخې د وي او اې اشنا له رپوټه اخیستل شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG