پروفیسر سیال کاکړ د ادب، تاریخ، جرنلزم، فوکلور او د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې تر څلوېښت زیات کتابونه لیکلي
پروفیسر سیال کاکړ د جون پر 18مه د 87 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې، هغه د ادب په برخه کې پر بېلابېلو اړخونو کار کړی وو، خو زیات کار د ولسي ادب یا فوکلور په برخه کې کړی وو. د وي او اې ډیوه په ادبي خپرونه «بله ډیوه» کې مو دا ځل د سیال کاکړ پر کار او ژوند خبرې کړې چې کوربه یې بارکوال میاخېل وو: