لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: د افغانستان په زلزله کې 121 ماشومان هم مړه شوي او 67 ټپیان شوي دي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې په زلزله کې د سړیو او ښځو په ګډون 121 ماشومان هم مړه شوي او 67 ټپیان شوي دي. همدارنګه د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره وایي کېدای شي زلزلې شاوخوا یو لک اتلس زره ماشومان اغېزمن کړي وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسف استازي محمد آګ ایویا په جنېوا کې یوې غونډې ته د زلزلې په اړه تفصیلي رپوټ ورکړی دی چې یونیسیف پر خپله ویبپاڼه خپور کړی دی.

محمد آګ ایویا پخپل رپوټ کې ویلي چې د جون پر 22مه په 6.1 درجه زوروره زلزله کې د ښځو او سړیو په ګډون 121 ماشومان هم تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي او 67 نور ټپيان شوي هم دي، وایي‌ اکثر ټپي ماشومان روغتونونو ته رسول شوي او علاج یې روان دی.

د ملګرو متلونو په دې رپوټ کې ویل شوي چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې له کبله تر دا مهاله 1,036 کسان مړه شوي او 1,643 نور ټپیان شوي دي.

خو فرانس پریس خبري ایجنسۍ بیا د افغانستان د سرکاري باختر خبري اژانس په بنیاد د طالبانو له خولې ویلي چې په زلزله کې د مړیو شمېر تر 1,150 اوښتی دی.

د یونیسیف استازي محمد ایویا پخپل رپوټ کې ویلي چې د مړیو او ټپیانو دغه شمېر وروستی نه دی او وایي په پکتیکا او خوست ولایتونو کې چې شاوخوا درې زره کورونه زلزلې په بشپړه توګه نړولي کېدای شي د مړیو او ټپیانو شمېر زیات شي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال تنظیم «سېو دي چیلډرن» هم دوې ورځې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې په راغلې زلزله کې د زیانمن شویو ماشومانو په اړه اندېښمن دي.

په افغانستان کې د دې تنظیم مشرې کریس نیامندي په یو رپوټ کې ویلي،‌ د هغو یو لک 18 زره ماشومانو په اړه اندېښمنه ده چې وایي کېدای شي په زلزله کې اغېزمن شوي وي. مېرمن نیامندي ویلي:

"موږ ته رپوټونه راغلي چې خلک په خلاصو ځایونو کې تر پلاسټیکي خېمو لاندې اوسېږي او ډېر امکان لري چې زیات ماشومان اوس د څښلو پاکې اوبه، خواړه او د ویدېدو لپاره خوندي ځای نه لري".

مېرمن کریس نیامندي وایي ماشومان په قدرتي پېښو او آفتونو کې تر نورو خلکو ډېر اغېزمن کېږي، ځکه چې وایي زیات یې له لوږې سره مخ وي او د ټپي کېدو او وبایي ناروغیو د ور پورې کېدو له ویرې د مرګ له خطر سره مخ وي.

مېرمن نیامندي وایي په زلزله کې له هغو ماشومانو سره لا د خلکو د ناوړه چلند او ځورونو ویره وي چې له خپلو میندو پلرونو جلا شوي وي او یا یتیمان شوي وي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف هم په زلزله ځپلې سیمه کې د ماشومانو د روغتیايي حالت او ناروغیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې د هغوی د درملنې لپاره یې کار پیل کړی دی.

یونیسف هم ویلي چې په خوست او پکتیکا کې تر زلزلې وروسته د اوبو رسولو نظام زیانمن شوی دی، چې له کبله یې د ماشومانو په ګډون د دغه سیمو اوسېدونکي د څښلو پاکې اوبه نه لري.

له زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون د بهرنیو هېوادونو مرستې هم روانې دي او تازه د چین د بهرنیو چارو وزارت د زلزلې له اغېزمنو سره د اووه نیم میلینه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د طالبانو چارواکي وایي د ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو په بشري مرستو بار درې الوتکې هم د شنبې- خالي په ورځ کابل ته رسېدلې دي. تر دې مخکې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس هم دوه نیم میلینه ډالره مرسته اعلان کړې وه.

همدارنګه تایوان او جنوبي کوریا یو- یو میلین ډالره او یورپي اتحاد یو میلین یورو مرسته اعلان کړې. عربي اماراتو 30 ټنه او پاکستان اته لارۍ خوراکي او نوره مرسته زلزله ځپلي افغانستان ته لېږلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG