لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي په شمالي وزیرستان کې یې «څلور ترهګر» وژلي دي


ډېره اسماعیلخان ـــــ د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ضلعې په دوسلي سیمه کې یې له ترهګرو سره په نښته کې څلور ترهګر وژلي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په نښته کې پوځي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده که نه.

تېره ورځ د پیښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فیض حمید د جنوبي وزیرستان سفر کړی وو او د سفر پر مهال یې د علاقې په امنیت ډاډ ښکاره کولو سره امنیتي سرتیري ستایلي وو.

پوځ د خالي- شنبې په ورځ د پوځ د مطبوعاتو څانګې په یو بیان کې ویلي، چې د وژل شوو ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.

پوځ دعوه کړې چې دغو وژل شویو کسانو په پوځ باندې وخت په وخت په بریدونو کې لاس درلود، خو رسنیو ته یې د دغو دعوو څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پوځ په بیان کې ویلي وژل شوي ترهګر په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې او نه پوځ رسنیو ته د دغو دعوو څه ثبوت وړاندې کړی.

د پوځ په بیان کې د وژل شوو «ترهګرو» پیژندګلوي نه ده ښکاره کړی شوې، خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، چې په وژل شويو کسانو کې د «صادق نور» وسلوالې ډلې مهم کمانډر اشرف هم وژل شوی دی.

پوځ ویلي دغه عملیات وروسته له هغې شوي چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو په اړه کره استخبارتي مالومات تر لاسه کړي وو چې په سیمه کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

سرچینو ویلي د ډزو په تبادله کې څلور نور وسلوال ټپي شوي هم دي، چې د پېښې له ځایه تښتېدلي دي او د هغوی پرضد د لټون عملیات دوام لري.

په شمالي وزیرستان حیدر خېل سیمه کې د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ یو وسلوال برید کې د علاقې څلور تنکي ځوانان وژل شوي وو.

د ځوانانو د وژنو پېښه د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان غندلې، د وژنو په پېښه يې افسوس څرګند کړی او ويلي يې دي، په پېښه کې ککړ کسان به په هيڅ صورت د نيولو نه بچ پاتې نه شي.

د دغې پیښې په ملکي او نړواله کچه غندنه شوې او تر عملیاتو وروسته یې د ناامنۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې چې په هر ځای کې پوځي چاوڼۍ او چیک پوستې دي بیا په یادو سیمو کې نور څوک دي چې دغه ډول وژنې کوي؟

بېګا د شپې ناوخته د پاکستان پوځ د ډیره اسماعېل خان ضلعې په کلاچي سیمه کې هم د دوو وسلوالو د وژلو دعوه کړې وه.

په ډېره اسماعېل خان او بیا په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ روانه د خبرو پروسه د ځنډ ښکار شوې ده.

پاکستاني طالبانو د حکومت او پوځ هغو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو له ټي ټي پي سره به خبرې د پاکستان د ایین په چوکاټ کې کېږي او له قبایلي سیمو د پوځ د راوتلو او د فاټا بیرته بحالولو غوښتنې به یې نه منل کېږي.

ټي ټي پي پخپل یو تازه بیان کې په زغرده اعلان کړی دی چې هیڅکله د پاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت یې تر اوسه قانون نه دی ګرځېدلی او‌ د انسانانو رایې پکې د قانون جوړولو لپاره مهمې ګڼل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG