لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په تنخاداره طبقه درانه ټیکسونه لګول کیږي


پېښور ــــ د پاکستان حکومت د یو لک روپو پورې میاشتنۍ تنخا اخستونکو باندې د نوؤ ټیکسونو لګولو وړاندیز مخې ته راوړی دی.

دحکومت مخالفه ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ددې حکومتي پرېکړې په سختو ټکو غندنه کړې ده اؤ راتلونکې اوونۍ یې اسلام اباد کې دحکومت پرضد دیوې سترې احتجاجي جلسې اعلان کړی دی.

تر دې وړاندې حکومت کلیز بجټ کې تر یو لک روپو پورې میاشتنۍ تنخا اخستونکي دټیکس نه په ډډه ساتلي وؤ خو پاکستاني رسنۍ وایي چې اوس یې دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په وړاندیز هغوئ هم دټیکس لیکې ته راوستي دي.

دحکومتي بجټ دستاویزاتو له مخې اوس به پاکستان کې دیو لک روپو پورې میاشتنۍ تنخا اخستونکو نه دوه نیم فیصدي ټیکس اخستل کیږي.

دیو لک روپو نه تر دوؤ لکو چې کوم خلک تنخا اخلي هغوئ نه به ۱۵ زره دکال فکس ټیکس اخستل کیږي اؤ ددې تر څنګ به په دغه تنخا هره میاشت ۱۲نیم فیصدي ټیکس هم ورکوي.

د دستاویزاتو له مخې دوؤ لکو نه دریوؤ لکو روپو پورې تنخا اخستونکو نه به یو لک اؤ ۶۵زره کلیز اؤ ۲۰فیصدي میاشتنې ټیکس اخستل کیږي.

همدا راز د دریوؤ لکو نه تر پینځوؤ لکو روپو تنخا اخستونکو نه دڅلور لکو اؤ پینځوؤ زرو روپو کلیز اؤ ۲۵فیصدي دمیاشتني ټیکس وړاندیز مخې ته راغلی دی.

دپینخوؤ نه تر ۱۰لکو روپو تنخا اخستونکو نه دکال د۱۰لکو روپو روپو اؤ د۳۲نیم فیصدي میاشتني ټیکس اخستو وړاندیز شوی دی.

دکومو خلکو تنخا چې بیا ۱۰لکه یا ددې نه زیاته وي نو هغوئ نه به دکال ۲۹لکه روپۍ اؤ دمیاشتتې ۳۵ فیصدي ټیکس اخستل کیږي.

پخواني وزیراعظم اؤ دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په تنخاداره طبقه ددې نوؤ ټیکسونو لګولو سخته غندنه کړې ده ویلي یې دي چې دهغه ګوند به راتلونکې اوونۍ کې دحکومت پرضد اسلام اباد کې یوه ستره جلسه راجوړوي.

پخپل یو بیان کې عمران خان ویلي موجوده حکومت دملکي معیشت پرمخ وړلو لپاره هیڅ چمتووالی نه لرلو اؤ اوس به دحکومتي ګامونو نتیجه کې دهیواد دننه ګراني نوره هم سیوا کیږي.

عمران خان وایي حکومت د ولس په اوږو نور بار هم اچولی دی اؤ دګرانۍ له امله به بې روزګاري زیاتیږي اؤ دکرکیلې څانګه به ورسره هم اغېزمنه کیږي.

هغه تور لګولی چې په بجټ کې دعام ولس معاشي وژنه شوې ده ، دپټرولو اؤ ډیزلو نرخ خیژول شوی اؤ اوس به په پټرولو اؤ ډیزلو لیوي هم لګول کیږي.

تر دې وړاندې په ۲۴م جون دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سپر ټیکس په نوم د ټیکسټايل یا کپړو، سیمنټو او اسټیل په شمول پر نورو ۱۳ؤ لویو صنعتونو د ۱۰ فیصده سپر ټیکس لګولو اعلان هم کړی ؤ.

د دې ترڅنګ وزیراعظم ویلي وؤ چې په یوه کال کې د ۱۵کروړه روپو پورې امدن لرونکو باندې به یو فیصد، ۲۰ کروړه امدن لرونکو باندې به ۲ فیصده، ۲۵ کروړه امدن لرونکو باندې به ۳ فیصده او د ۳۰ کروړو څخه زیات امدن لرونکو باندې به ۴ فیصده ټیکس لګول کیږي.

پاکستان کې دنوؤ ټیکسونو لګولو دا پرېکړې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپور دپاتې پیسو پسر دپاکستان خبرې دوام لري.

اقتصاد پوهه پروفیسر منظور وي او ای ډیوه ته ویلي د اقتصاد د ښیګړې د پاره د ټیکسونو سره سره حکومت ته به خپلې بې ځایه خرڅې کمول او صادراتو کې زیاتوالی راوستل وي خو ددغه ټیکسونو لګولو څخه به ولس دګرانۍ سره مخ اؤ صنعتونه د نورو ستونزو ښکار شي.

حکومت د اقتصادي بحران تور د تجریک انصاف پر تیر حکومت لګوي او د پیپلز ګوند سره تړاؤ لرونکې مرکزي وزیره شیري رحمان وایي هیواد د دیواله کیدو څخه بچ کولو دپاره حکومت د نړیوالې مالیاتې ادارې ایي ایم ایف دشرطونو منلو نه پرته بله لاره نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG