لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه د پروېز مشرف د معاینې لپاره دوبۍ ته د پاکستان پوځي ډاکټران ور وستي دي


پېښور ــــ د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دجنرال (ریټایرډ) پرویز مشرف د کورنۍ د سرچینو له خولې ویلي جنرال باجوه د ځان سره یو شمېر پوځي ډاکټران هم دوبۍ کې دپرویز مشرف معاینې لپاره ور وستي دي اؤ هغوئ دپرویز مشرف معاینه کړې ده.

دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار لا په دې هکله څه نه دي ویلي خو ټریبیون ورځپانه لیکي چې دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر باجوه سره په دې سفر کې دهغه میرمنه هم موجود وه اؤ دپرویز مشرف کورنۍ ورته تود هرکلی ویلی دی.

دپاکستان ۷۸کلن پخوانی پوځي امر جنرال(ر) پرویز مشرف دکال 2018 راهسې دامایلائیډوسسں په نوم په یوه مرګونې ناروغۍ اخته دی اؤ په نزدې وختونو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې پاکستاني چارواکي هغه په یوه ځانګړې الوتکه کې هیواد ته ستنول غواړي.

خو وروسته دپرویز مشرف کورنۍ دمننې په کولو سره پاکستان ته دپرویز مشرف له ستنولو معذرت کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دهغه علاج لپاره لازمې اړتیاوې په پاکستان کې وجود نه لري ځکه دا مهال یې هیواد ته نه شي ستنولی .

په دې وروستیو کې دجنرال مشرف د دوبۍ په امريکن روغتون کې درملنه روانه وه خو اوس خپل کور ته منتقل کړی شوی دی ولې کورنۍ یې دهغه روغتیایي وضعیت اندېښمن ښودلی دی.

په لسم جون د مشرف کورنۍ ويلي وو" هغه (مشرف)د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار پرېښی او بچ کېدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي"

پرویز مشرف د کال2017 م راهسې په دوبۍ کې دی، هغه وخت نوموړي ته دوبۍ ته د درملنې دپاره د تلو اجازه ورکړی شوې وه.

مشرف دغه وخت د غدارۍ د مقدمې سره مخ وو. پرویز مشرف په 1999 کې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړی او په ملک کې يې مارشل لا لګولې او بيا په کال 2001 کې د ملک صدر جوړ شوی او تر 2008م پورې په دغه څوکۍ ناست وو.

د کال 2019 په 17 ستمبر د مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه اورېدونکي ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه.

د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ (مرحوم) د فېصلې په 66م پېراګراف کې ويلي وو چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي.

خو وروسته د مشرف د طرفه لاهور هايکورټ ته د يادې فېصلې پرضد خواست شوی وو، او په جنورۍ 2020 کې لاهور هايکورټ دغه عدالت لاقانونه ګرځولی کوم چې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه او ياد عدالت ویلي وو، چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه ده جوړه شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG