لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند: د بلدياتي انتخاباتو په مهال د تشدد په پېښو کې دوه کسان وژل شوي


د پاکستان په سيند صوبه کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [26 جون] ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تشدد په پېښو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

په سيند صوبه کې نزدې شږ کاله وروسته بلدياتي انتخابات کيږي چې پرون يې په لومړي پړاو کې د صوبې په څلور ډويژنو [14 ضلعو] کې انتخابات ترسره شوي دي.

د مطبوعاتو راپورونه ترمخه د تشدد پېښې په کندکوټ او د سکهر په پنوعاقل ښار کې رامنځته شوي دي، او په پنو عاقل کې يو تن وژل شوی دی.

په داخلي سيند کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د پيپلز پارټۍ او جمعيت علما اسلام ف ګوند او د نورو ګوندونو د غړو ترمنځ د نښتو د پېښو خبرونه مخې ته راغلي دي.

په ټنډو ادم خان ضلع کې د تحریک انصاف ګوند غړو دعوه کړې د پي ټي ايي د کانديد ورور وژل شوی دی.

په کشمور ضلع او ځينې نورو ځايونو کې هم د تشدد د پېښو رامنځته کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د پرونو انتخاباتو په مهال د کلکو امنیتي ګامونو دعوې شوې او د پوليسو سره رېنجرز ځواک هم په ځای کړی شوی وو.

په صوبه کې په بېلابيلو ځايونو کې د سياسي ګوندونو غړو د درغلۍ تورونه هم لګولي دي.

په صوبه کې په پرونو ترسره شوو انتخاباتو کې تراوسه پورې د مخې ته راغلو غېر سرکاري غېر ختمي نتيجو ترمخه زیاتې څوکۍ په صوبه کې واکمنه ګوند پيپلز پارټۍ ګټلي دي.

له دې وړاندې د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 240 باندې ضمني انتخابات شوي وو او په دغو انتخاباتو کې هم د تشدد په پېښو کې یو تن وژل شوی او څور نور ژوبل شوي وو.

د الېکشن کمېشن ترمخه په سيند صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو دوېم پړاو په 24م جولايۍ ټاکل شوی دی، په کراچۍ، حېدر اباد او ټهټه ډوېژن کې به په دوېم پړاو انتخابات ترسره کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG