لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م، م او د بشري حقونو ادارې: طالبانو په بلخاب کې ملکي وګړي وژلي، طالبانو دغه رپورټ رد کړی


ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو ویلي، د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې سرپل کې طالبانو د عدالت لرې ملکي وګړي وژلي او د بشري حقونو سرغړونه يې کړې ده، خو د طالبانو حکومت دغه رپورټونه بې اساسه ګرځولي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ادارو [اېمسنټي انټرنيشل، هيومن رايټس واچ] د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، د سرپل په بلخاب ضلع/ ولسوالۍ کې د طالبانو د لاسه د بشري حقونو سرغړونې شوي او اندېښنه يې پرې څرګنده کړې ده.

په طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو تورونه په داسې حال کې لګېدلي چې طالبانو په وروستيو کې د خپل پخواني وفادار مهدي مجاهد پرضد په بلخاب کې نظامي عمليات کړي دي.

مهدي مجاهد چې د شيعه هزاره ټولنې سره تعلق لري په بامیان کې د طالبانو استخباراتي مشر وو، هغه په وروستيو کې په ناڅرګنده علتونو د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شوی او هغه بيا د طالبانو څخه جدا شوی دی.

د ملګرو ملتونو رچرډ بېنټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو حال ورکوي، ویلي يې دي، د بلخاب ولسوالۍ نه د عدالت لرې وژنو، د ملکي خلکو بې ځايه کېدو، او ودانيو ويجاړولو سره د بشري حقونو د سرغړونې رپوټونه دي، د هلته نه مالومات نه ترلاسه کيږي نه د مطبوعاتو او نه د بشري حقونو د څارونکو رسايي شته، بايد ټول فريقېن بشري حقونو ته احترام ولري.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر ویلي،

په بلخاب کې هيڅ مرګ ژوبلې نه لري او د ملګرو ملتونو د ادارې د نوم اخستو پرته يې ویلي، دغه راپور بې اثاثه دی او دوی نه پوهيږي چې دغه دعوې په کوم بنياد شوي دي.

د وي او اې اشنا د خبر ترمخه په افغانستان کې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق ويلي، چې طالبانو په بلخاب کې د شپنو او کرونده ګرو په ګډون 20 تنه ملکي وګړي وژلي دي.

هغه دعوه کړې چې د اسنادو په بنياد دغه خبره کوي او ملګري ملتونه کولی شي چې په دغه اړه پلټنې وکړي.

له دې وړاندې طالبانو ويلي وو، د مهدي مجاهد سره د خبرو دپاره یې بلخاب ته پلاوي ليږلي خو د هغه سره خبرې ناکامه شوي او بيا د هغه پرضد د نظامي عملياتو امر شوی وو.

د طالبانو د دفاع وزارت د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي وو د مهدي مجاهد پرضد عملیات شوي او د هغه جنګيالي د بلخاب د مرکز څخه ويستل شوي او هغوی تښتېدلي او ياغيان په نزدې علاقه کې پټ شوي او پرضد یې عمليات دوام لري. خو وي او اې د ازاد سرچينو څخه د طالب چارواکو دغه دعوې نه دي تاييد کړي.

په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو هم مخې ته راغلې چې پکې مهدي مجاهد په بلخاب کې د خپلو ملګرو سره لیدل کيږي او د هغه يو ملګری پکې ګڼو خلکو ته وېنا کوي او په طالبانو تور لګوي چې هزاره افغانان د قومي سياست څخه لرې کول کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG