لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: د افغانستان نه په ارزانه بيعه د ډبرو سکاره راغواړو


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، پاکستان د افغانستان نه د بجلۍ پېدا کولو دپاره په ارزانه بيعه سکاره/ کويله راغواړي او دغه سکاره چې د اعلا معيار دي د نورو هېوادونو په مقابله کې ورته په نيم قيمت مېلاويږي.

نوموړي دغه خبره تېره شپه په اسلام اباد کې د قومي اسمبلۍ د غړو غونډې ته په وېنا کې کړې ده.

شهباز شريف وویل، "په ګرده نړۍ کې سکاره/ کويله ګرانه شوې او د پاکستان اربونه ډالره په سکرو خرڅ راځي د بجلۍ په پروژو کې چې په سي پېک کې لګېدلي دي".

هغه وویل، "په تېرو درېو اوونيو کې يې حکومت هڅې کړي او نن يوه پوره غونډه شوې چې پکې وزیرانو، لوړ پوړو افسران او پوځي چارواکو ګډون کړی چې د افغانستان نه په تورخم او نورو لارو څنګه سکاره راوړلی شي".

د شهباز شريف په خبره "د افغانستان سکاره د هغه معيار دي کوم چې به د جنوبي افريقې د اربونو ډالرو راغوښتل کېده، اوس به د افغانستان نه راغوښتل کيږي".

نوموړي زياته کړه "د افغانستان نه به د جولايۍ په میاشت کې سکاره راتلل پېل شي او پاکستان به د دې سره د کال په سر دوه اربه ډالره بچ کړي او دا به په روپۍ کې اخستل کيږي ډالر به نه خرڅ کيږي او د بل ملک په مقابله کې به دا په نيم قیمت مېلاويږي او د دغو سکرو نه به د غټو پروژو دپاره بجلي پېدا کيږي".

شهباز شريف په خپله وېنا کې په تېر [د عمران خان په وزيراعظمۍ د پاکستان تحریک انصاف] حکومت نيوکې وکړې چې ملک ديواليه کېدو ته رسولی وو، پاکستان اوس د ديواليه کېدو نه بچ شوی دی، او د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره ډېر زر معاهده کېدونکې ده، ډېر سخت شرطونه يې اېښودي دي او تېر حکومت ورسره منلي دي".

هغه وويل په نړۍ کې د ګېسو او تېل قيمتونه سېوا شوي دي د هغې دپاره هڅې کوو خو مشکلات ډېر زیات دي.

هغه زياته کړه مونږ ګېس اخستو، خو هغه ټول یورپ واخستو، هڅې روانې دي خو په جولايۍ کې به لوډ شيډنګ سېوا کيږي، ګېس نشته ځکه به دا مسله جوړيږي.

هغه بيا په تېر حکومت نيوکې وکړې چې په درې ډالره يې ګېس وانخستو او کعقلي يې کړې، پاکستان ته يې ګټه نه ده ورکړې.

پاکستان چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی په وروستيو کې ډېر ټېکسونه لګولي او ويل شوي دغه ټېکسونه د ايي اېم اېف په شرطونو لګول شوي دي.

بل لور ته پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې بې قدره شوې او د پاکستان د ونډو بازار هم د تېرې يوې مودې نه په ښکته را راون دی، خو په وروستيو کې د چين څخه د دوه اربه او 30 کروړه ډالرو ترلاسه کولو او د ايي اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو معاهدې ته د رسېدو د خبر وروسته د روپۍ په مقابله کې ډالر يو څه راکم شوی او د ونډو بازار هم مثبت لوري ته روان شوی دی.

خو اقتصاد پوهان وايي په ملک کې چې د تیلو بيعې څومره سېوا شوي او زيات ټېکسونه لګول شوي د دې سره په ملک کې ګراني هم ډېره زياته شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG