لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو نه په جبر بې درکه کړل شوؤ کسانو کې زیاتره کم عمره زلمي شامل دي


دخېبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه د قبايلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړي په مهال په سلګونو خلک بې درکه کړي شوي چې پکې د ۱۷ کالو نه کم عمره هلکان هم شامل دي.د پي ټي ايم غړي وايي د بې درکه کم عمره هلکانو کره شمېره نه ده معلومه خو د دوي د اندازې ترمخه دا د لسګونو په شمېر کې دي.

د پاکستان د بشري حقونو وزير رياض پيرزاده په نزديو کې پاکستاني ميډيا ته ويلي دبې درکه تنانو ځخه ځني د بهرنیو استخباراتي ادارو سره په اړيکه کې وؤ ۔

د قبايلي ضلعې باجوړ د تحصيل ماموندو سره تعلق لرونکي حبيب الله ډيوه ته وويل شپاړس کلن مشر رور يې په څلیريشتمه مئ کال 2016م کې بې درکه کړی شوی دی.

نوموړي وويل رور يې د نهم جماعت زده کونکی ؤ،د سکول نه وروسته به نزدې مدرسې ته تلو او په دويمه درجه کې يې علم ترلاسه کولو، او د مدرسې نه اوچت کړی شوی دی.

حبيب الله وويل د مدرسې زدکونکو او استاذانو ورته ويلي چې په دغه ورځ پوليسو، پوځ او ساده جامو کې راغلو تنانو په مدرسه چاپه ووهله او دده شپاړس کلن رور رضوان الله يي اوچت کړو۔

نوموړي وويل پلار يې سعودي عرب کې مزدوري کوي، او د رضوان الله په اړه ورته لا تر اوسه دا نه دي ويلی شوي چې ولې اوچت کړی شوی دی .

حبيب الله ډيوه ته ويل د رور پېدا کولو د پاره عدالت ته تللی، ځايې د پارليمان غړو او مشرانو سره یې رابطې کړي او د بې درکه تنانو د پاره جوړ کمېشن ته يې هم خواست کړی، خو دوه کاله وړاندې ورته د بې درکه تنانو دکمېشن لخوا فقط دا ويل شوي وؤ چې د امنيتي ادارو په ولقه کې دی، او زر به راخوشې کړي شي .

خو دنوموي په وینا لا تراوسه يې نه رور راخوشې کړل شو او نه ورسره د دوي په ټېلفون خبرې يا ملاقات شوی دی۔

د بې درکه تنانو د پاره کارکوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عالمزيب محسود ډيوه ته ويل دوي سره تراوسه د څلورو زرو نه د زياتو بې درکه پښتنو لسټونه موجود دي، چې پکې ګڼ شمېر د اتلسو کالو نه کمه عمره هلکان هم شامل دي.

نوموړی وایي د کم عمره هلکانو کره شمېره نه ده معلومه، خو چې کوم بې درکه کړی شوې دي د هغوي خپلوانو ورته ويلي چې د کورنۍ دغړو په طالبانو کې د ګډون په تور دغه هلکان بې درکه شوي.

نوموړي ويل دوي کي اکثره کورنيو ته دا شرط ايښودل شوی ؤ چې کله په طالبانو کې موجود تن حکومت ته ځان وسپاري دغه کم عمره نيول شوي هلکان به يې خوشې کړی شي۔

په پاکستان کې حکومت د بې درکه تنانو معلومولو د پاره يو کمېشن هم جوړ کړی دی حکومتي کمېشن ویلي په تيرو لسو کلونو کې يې 6485 بې درکه کسانو موندلي دي.

کمېشن تاييدوي چې د 2238 بې درکه کسانو قضيې اوس هم د کمېشن سره دي خو د اسلام اباد هائي کورټ د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن ناکامه ګرځولى اؤ په دې وروستیو کې دیوې قضیې اوریدنې په مهال مشر قاضي اطهر من الله ويلي کمېشن د خلکو دجبري اوچتولو دپېښو د زمه وارو پر ضد کاروايو کې پاتې راغلى دى.

له دې وړاندې هم د بشري حقونو تنظيمونو د ياد حکومتي کمېشن په کارګردګۍ ټکونه کړي او د دې د ختمولو غوښتنې يې کړي دي.

اسلام اباد هائي کورټ روانه میاشت دا خبرې په هغه وخت کړې وې چې د زاهد امين نومې لادرکه تن دمقدمې اوريدنه پکې کيده.

د مقدمي په مهال د حکومتي کمېشن رجسټرار عدالت ته ویلي وو کمېشن په کال 2020م کې د زاهد امين پروډکشن ارډر جاري کړی ؤ خو عدالت پوښتنه کړي وه چې لا تراوسه دغه امر ولي نه دی عملي کړی شوی؟

بلخو په نزديو کې د پاکستان د بشري حقونو وزير رياض پيرزاده ډان ټي وي سره په ځانګړي مرکه کې ويلي وو ځني بې درکه تنان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي،د کومو چې د ګاونډي هېوادونو د استخباراتي ادارو سره اړيکې وې۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG