لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغانستان د زلزله ځپلو دپاره د نورو 55 ملينه ډالرو مرستې اعلان کړي


امریکې په افغانستان کې د 22 جون د زلزله ځپلو دپاره د نورو 55 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی دی، ويل شوي په دغو مرستو کې به زلزله ځپلو ته اړين توکي چې پکې خوراکي توکي او نورو څيزونه شامل وي ورکولی شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په ټویټر د زلزله ځپلو د مرستو د اعلان ويلي دي چې دغه مرستې به د امریکا د نړيوالې پرمختيا د پروګرام [ايو اېس اې ايي ډي] د لارې ورکولی شي.

هغه ویلي، د افغان ولس سره زمونږ مرستې او د يو اېس ايي اې ډي او همکارانو کار کول په دې سخت وخت کې ډېر مهم دي.

يو اېس اې ايي ډي ويلي، په شمالي افغانستان کې د 5.9 شدت زلزلې څخه اغېزمنو دپاره په 55 ملينه ډالرو سمدستي بشري مرستې به د متاثرو خلکو فوري ضرورتونه پوره کولی شي.

ادارې ویلي، په دغه زلزله کې خواوشا 770 کسان مړه شوي او د 1500 پورې مړه شوي وو.

يواېس اې ايي ډي ويلي، د زلزلې راتلو سره سم په ساعتونو کې د ادارې همکارانو د اغېزمنو مرستې پېل کړي دوی ته یې بشري او طبي مرستې رسولي دي.

ادارې ویلي، امریکا يواځينی هېواد دی چې د تېر اګست د مياشتې راهسې يې د افغانستان سره تر ټولو زياتې د 774 ملينه ډالرو بشري مرستې کړي دي.

امريکې د افغانستان د زلزله ځپلو د مرستو دپاره دا تازه اعلان په داسې وخت کې کړی چې ملګرو ملتونو ويلي د افغانستان 362زره خلک د زلزلې څخه اغېزمن شوي او ملګرو ملتونو د دوی د مرستو دپاره د 110 ملينه ډالرو غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د زلزلې وروسته په نړیوالو د مرستو غږ کړی وو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په 23 جون ويلي وو د هغو هېوادونو د هغو ټولو هېوادونواو مرستندويه ادارو مننه کوي چې د زلزله ځپلو دپاره يې عاجلې مرستې کړ ي او يا يې ژمنې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG