لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د طالبانو «لویه غونډه» پیل شوې خو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې


واشنګټن ـــــ د افغان طالبانو لخوا د هېواد په سرښار کابل کې رابلل شوې د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډه پېل شوې ده چې ورته د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا حسن اخوند او د طالبانو د حکومت نورو مشرانو وېناګانې کړي دي.

طالبانو ویلي په غونډه برید هم شوی خو د طالبانو ویاند ویاند ویلي دا وخت دغلته هیڅ ستونزه نشته.

د پاکستان یو خبریال طاهر خان په ټویټر لیکلي په غونډه برید شوي خو بیا د امنیتي ځواکونو د خلې وايي برید یې ناکامه کړی او برید کونکي کسان یې وژلي دي.

د طالبانو د حکومت لخوا د افغانستان له 34ولایتونو څخه د دیني عالمانو او قوميمشرانو رابلل شوې درې ورځنۍ غونډه چې نن د زیارت- پنجشبې په ورځ په سر ښار کابل کې پېل شوې ده د حفاظت د پاره په غټه کچه امنیتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا غونډه د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند له وینا څخه پېل شوې .

ددې غونډې وېناګانو ځینې برخې د طالبانو د حکومت ویاند په ټولنیزو رسنیو خپروي او مطبوعاتو ته اجازه نه ده ورکړی شوې چې د غونډې په اړه پخپله خبرونه رپورټ کړي.

که څه هم د غونډې اېجنډا لا سمه ده نه دهروښانه شوې، خو یادې غونډې ته د شووویناو نه معلومه شوې چې تر ډېره پهافغانستان کې له طالبانو د اسلامي نظام څخه په ملاتړ، ددغه نظام پیاوړتیا، نظام دچارو پر ښه شان تر سره کېدلو، ملي یووالياو د خپلمنځي اختلافاتو له منځه وړلو په موضوعاتو زیاتې خبرې شوي دي.

د طالبانو د ویاند له خلې د حکومت رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخند د غونډې په پرانیستونکې وینا کې له "اسلامي امارت"څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ.

د وي او ای اشنا وېب پاڼې تر مخه ملت حسن اخوند د غونډې ګډونوالو ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمېدولپاره زیاتې قربانۍ ورکړل شوي او په خبره یې هیچا ته به ددغه نظام په وړاندې دمخالفت اجازه ورنکړي.

نوموړي زیاته کړه:"زه وایم چې اوساسلامي نظام راغلی، د دې د تقویې له پاره باید ټول کار وکړو. اسلامي امارت په ټولوبرخو کې هڅې کوي، ترڅو ټولې ناخوالېسمې شي؛ ممکن ځیني ځایونه به مشکلات وي، خو هغه چې له موږ سره شریک شي،موږ به یې د حل په برخه کې ګامونه واخلو."

د طالبانو رئیس الوزرا وویل، دیني علما اوقومي مشران باید له هغو کسانو چې داسلامي نظام مخالفت کوي پوښتنه وکړي چې،"ستاسو حيثيت څه دی؟ په کوم سبب ددغه اسلامي نظام مقابله کوئ؟"

په کابل کې د طالبانو له خوا د رابلل شوېدې غونډې مشر مولوي حبیب الله حقاني پهافغانستان کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ اود طالبانو له حکومت څخه یې وغوښتل چې دهیواد او اسلام لپاره مخلصانه خدمت وکړي.

ښاغلي حقاني همدارنګه د طالبانو د رهبرملا هبت الله اخندزاه څخه پر اطاعت همټینګار وکړ.

د یادې غونډې یو ګډونوال او د بامیان ولایتاستازي مولوي سید نصرالله واعظي بیا پهافغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږمټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د طالب مشرانو په وېنا دغه غونډې ته له هرې ولسوالۍ څخه دوه ـ دوه تنه دیني عالمان او یو قوميمشر او د ښارونو له هرې ناحیې څخه دوه ـدوه قومي مشران او یو تن دیني عالم دعوتشوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې ددیني عالمانو لویه غونډه جوړوي. د تیروشاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دامهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا پهرسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیتلپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. د متحدهایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو تهشرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړيباید په حکومت کې د افغانستان ټولوسیاسي ګوندونو، مېرمنو او مذهبي او قومياقلیتونو ته برخه ورکړي.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې بایدبشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو اونجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG