لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په دونباس کې جګړه تېزه شوې، روس د لَیسیچنسک ښار د نیولو دعوه کوي اوکراین یې ردوي


واشنګټن ـــــ د اوکراین په لوېدیځ ښار دونباس کې د شنبې- خالي په ورځ جګړه بیا هغه وخت تېزه شوې چې روسي ځواکونو په یو بل ښار لَیسیچنسک کې هوایي بمباري زیاته کړه. اوکراین دا منلې چې ځواکونه یې لَیسیچنسک ښار کې تر سختې بمبارۍ لاندې دي خو د خپلو ځواکونو د محاصره کېدو خبره یې رد کړې ده.

د اوکراین په صنعتي دونباس سیمه کې چې روسي ځواکونو د سیورو-دونیڅک ښار تېره میاشت ونیو، په لوهانسک ښار کې د اوکرایني ځواکونو په لاس کې وروستی پاته ښار لَیسیچنسک هم د شنبې- خالي په ورځ د روسي ځواکونو تر بمبار لاندې وو.

رپوټونه وایي کله چې روس د پایتخت کیف په نیولو کې ناکامه شو، له هغه را وروسته یې صنعتي سیمه دونباس د خپلو بریدونو هدف ګرځولې او غواړي چې خپل ځواکونه دې سیمې ته ننباسي.

روس دعوه کړې چې ځواکونه یې لَیسیچنسک ښار ته ننوتي او دغه سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر وېډیوګانې خپرې شوې چې پکې لیدل کېږي روسي پوځیان ګرځي او د سووېت یا شوري بیرغ یې پر ودانیو لګولی دی.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې روسي رسنیو د لوهانسک عسکرو ویډیوګانې خپرې کړې چې د لَیسیچنسک ښار په کوڅو کې یې بیرغونه پورته کړي او خوشالۍ کوي.

خو د اوکراین د ملي ګارډ ویاند راسلن موزیچک د اوکراین ملي ټیلیویژن ته ویلي چې ښار د اوکراین په لاس کې دی. رایټرز د ښاغلي موزیچک له خولې لیکلي:

"اوس لَیسیچنسک ته نیژدې سختې جګړې روانې دي، خو دغه ښار محاصره شوی نه دی او د اوکراین د پوځ په ولکه کې دی".

د خارکیف ښار مشر اولیګ سینیګوبوف وایي، د شمال ختیځ خارکیف سیمې په دوو سیمو ایزیم او چوګیوف کې د توپونو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په سلوویانسک ښار کې یو عیني شاهد فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د روسي راکټونو په برید کې د عامو خلکو د استوګنې ځایونه هم په نخښه شوي، وایي په برید کې د ده یوه ګاونډۍ ښځه په خپل باغ کې لګېدلې او وژل شوې او د هغې خاوند ټپي شوی دی.

په خارکیف سیمه کې د روس توغندي د رېل د پټلۍ ځینې برخې هم په نخښه کړې دي، خو هلته د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی. رپوټونه وایي د توغندي بریدونو د رېل پټلۍ زیانمنې کړې او د بجلۍ تارونه یې پرې کړي دي.

د خارکیف سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، روسي ځواکونو له یوې اوونۍ راهیسې پر ښار بمباري پیل کړې کړې، چې عام خلک یې وژلي او لویو ودانیو او ښوونځیو ته یې اور اچولی کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روس دغه بریدونه "ریاستي‌ ترهګري" بللې او ویلي یې دي:

"زه په ټینګار سره وایم چې دا کار قصداً شوی دی او روس د ترهګرۍ دا کار په اراده سره کړی دی، د توغندي دا برید هسې ناڅاپي نه دی شوی او نه تېروتنه ده".

د اوکراین صدر دا خبرې وروسته له هغه کړې چې د اوډیسه له بندره 80 کیلومیټره جنوب لور ته پر سهېلي ښارګوټي سیرګیوکا باندې د روسي ځواکونو له خوا راکټ بریدونه وشول،‌ خو روس وایي په بریدونو کې یې د عامو خلکو ځایونه نه دي ویشتلي.

په داسې حال کې چې جګړه تېزه روانه ده امریکې د جمعې په ماښام د اوکراین لپاره د 820 میلین ډالرو نورې پوځي‌ مرستې اعلان وکړ، چې پکې به له مځکې څخه هوا ته د توغندیو نوي سیسټمونه او د توپ ضد رېډار سیسټم هم شامل وي.

له اوکراین سره د امریکې د پوځي مرستو په دغه 14م پېکیج کې دوه هوایي دفاعي سیسټمونه شامل دي چې کولای شي له اوکرایني ځواکونو سره د کروز توغندیو او الوتکو په وړاندې د خپلو ځواکونو په دفاع کې مرسته وکړي.

د رپوټ ځینې معلومات له رایټرز، اسوسیېټیډ پریس او فرانس پریس خبري ایجنسو اخیستل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG