لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له زلزلې وروسته خوست اؤ پکتیکا کې ګڼ‌ شمېر ماشومان اؤ مېرمن په ذهني ناروغیو اخته شوي


د افغانستان په خوست او پکتيکا ولايتونو کې څه دباندې يوه اوونۍ وړاندې د راغلې زلزلې نه اغېزمن شوي خلک وايي د قدرتي افت له امله په سېمو کې ګڼ شمېر ماشومان او مېرمنې د ذهني ناروغو سره مخ شوي او په دوی کې د ويرې کچه لوړه شوې ده.

دوي وايي بايد د افغانستان دولت او بهرنۍ مرستندويه ادارې په ځپل شوؤ سیمو کې د ذهني ناروغیو سره دمخ مېرمنو او ماشومانو علاج لپاره په سمدستي توګه بندوبست وکړي۔

بلخوا په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو وزارت وايي چې د زلزلې نه اغېزمنو شوؤ سيمو ته د د روغتيایي چارو پوهان ورغلي او د خلکو درملنه روانه ده۔

په دې هکله د پکتيکا ګيان ولسوالۍ مولوي صدر وي او ای ډيوه ته وايي چې ماشومان يې اوس د معمولي اواز په اورېدو سره هم ډاريږي۔

" که په خېمه څه شی ولګي او درز شان وشي يا بل څه اواز وشي نو دوي ويريږي چې ګنې زلزله شوه، که په کټ کې ناست وي او کټ لږ وخوځي نو بيا هم ويريږي، د خپل کور حوالې سره به وويم چې زمونږ يو څو ماشومان دي نو هغوی کله کله په شپه کې چغه ووهي او ويريږي"

ګیان د پکتیکا د هغه څلورو ولسوالیو نه ده چې د جون په 22 مه د شپې راغلې زلزله کې سخته اغيزمن شوې ده۔

د يادې ولسوالۍ يو ځايي د روغتيا د چارو ماهر ډاکټر محمد يسين وي او ای ډيوه ته وايي د زلزلې له امله زياته ويره په ماشومانو جينکو کې خوره شوې او که په وخت يې علاج ونه کړل شو نو وضعيت به يې نور هم خراب شي۔

" په 80 فيصده وړو جينکو کې دغه ويره موجوده ده او بيا په ماشومانو کې خواوشا 25 فيصده کې دغه ويره موجوده ده او دې سره مونږ ډېر زيات په عذاب يو، يونيسيف مونږ ته ويلي چې دې لپاره مونږ ډاکټران راغواړو چې دوي ته تربيت ورکړي او دا خوف او ويره د دوي د دماغو نه لرې کړي، نو يو ټيم راغلی دی خو لا کلاسونه يې ماشومانو سره نه دي شروع کړي"

نوموړي زياته کړه چې د ماشومانو ترڅنګ په مېرمنو کې هم د ځاني او مالي زيان له وجې نفسياتي ناروغۍ پېدا شوي او د دوي په امروزه ژوند يې خراب اثر کړی دی۔

" د مېرمنو دا حال دی چې د مختلفو ادارو کلينيکونه راغلي دي نو چې کومې ښځې ورته راوستل کېږي نو ډاکټران ورته د دماغو داروګان ليکي هغه ځکه که يو مېرمن ته ووايي چې ديو معمولي شان متاثره شوي کور د کوټې نه څه راواخله نو هغه ډارېږي نه یې شي راخستی"

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د شمېرو ترمخه په دغه زلزله کې نزدې 200،000 خلک متاثره شوي چې پکې 40 فيصده ماشومان دي۔

په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو د وزارت ترجمان محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي متاثره شويو علاقو ته د روغتيا د چارو پوهان رسيدلي او د خلکو علاج دوام لري۔

" په خوست او هم دغه شان په ګيان کې سيار کلينيکونه جوړ شوي دي دې لپاره چې ددې ماشومانو او مېرمنو درملنه وکړي او نور هم هلته موسېسات او روغتيايي ټيمونه کار کوي چې د دې خلکو ذهنيت واړوي چې دوي ته ژور خفګان یا نورې ناروغۍ زياتې نه شي"

د ياد وزارت د شميرو ترمخه په زلزله کې څه باندې 1000 تنانو ژوند د لاسه ورکړی او خواوشا 3000 پورې ژوبل شوي دي، وزارت وايي چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې 10،000 پورې کورونو ته يې زيان رسېدلې دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG