په افغانستان کې دطالبانو دحکومت لخوا ددیني عالمانو د رابلل شوې سترې غونډې په پائ کې دیوې اعلامیې په خپریدو سره دنړیوالې ټولنې نه غوښتنه شوې ده چې دطالبانو حکومت باید په رسمیت وپېژني.
د دریوؤ زرو نه زیاتو عالمانو اؤ قامي مشرانو په دې درې ورځنۍ غونډه کې برخه درلوده خو ښځو ته پکې استازیتوب نه ؤ ورکړل شوی.
د افغانستان دحزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې په خطبه کې په خپلو خبرو کې په کابل کې د عالمانو په لویې غونډه کې د ښځو په نه بلل کېدو نېوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلام ښځو ته داسې لویو غونډو او ملي پرېکړو کې د ګډون حق ورکړی او اسلامي امارت باید دوی ته د ګډون زمینه برابره کړې وای.
دغونډې په پائ کې د۱۱ نکتو یوه اعلامیه خپره کړل شوې ده چې پکې دطالبانو حکومت نه داسلامي مقدسو قوانینو له مخې انصاف، دیني اؤ عصري زده کړو،روغتیا، کرکېلې، صعنتونو، دلږکیو، ماشومانو اؤ میرمنو حقونو ته دپاملرنې غوښتنه شوې ده.
که څه هم هیله کیده چې د علماؤ په دې غونډه کې به د تعلیم، تحصیل، اقتصاد، بیکارۍ ، بیوزلۍ او د میرمنو د دندو په اړه پریکړې کیږي، خو دې موضوعاتو ته په اعلامیه کې یوازې یوه لنډه اشاره شوې ده.
اعلامیه کې همدارنګه د سیمې او نړۍ له هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.
د وي او ای اشنا د رپورټ ترمخه طالبان په داسې حال کې د نړیوال مشروعیت غوښتنه کوي چې د امریکا په ګډون د نړۍ هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو، نجونو او اقلیتونو باندې په لګیدلو محدودونو ژوره اندیښنه ښودلې او دې مواردو ته یې درناوی له طالبانو سره د تعامل اساسي ټکي یاد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مئ په۲۴مه له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه "ډیر ژر" بدل کړي.
دغې شورا همدارنګه د ټلویزیونونو په ګډون په عام محضر کې د میرمنو د مخونو د پټیدو د اعلان په اړه د طالبانو په اقدام "ژوره اندیښنه" ښودلې وه.
خو د طالبانو مشر ملا هبت الله د جمعې په ورځ دې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا ددې ډلې په سخت دریځ ټینګار وکړو او وې ویل: "نړۍ دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو"
په کابل کې د طالبانو لخوا د رابلل شوي لویې غونډې د تیرو دوو ورځو بحثونه تر ډيره پوري په افغانستان کې له «اسلامي نظام پر ملاتړ او ددغه نظام پیاوړتیا، د چارو پر ښه تر سره کېدو، ملي یووالي او د خپل منځي اختلافاتو په له منځه وړلو» ور ټول وو.
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دالومړی ځل ؤ چې دوی په افغانستان کې د دیني عالمانو لویه غونډه په داسې حال کې راجوړه کړې وه چې تر اوسه دنړۍ یو هیواد هم دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.
( دې رپورټ کې څه معلومات د وي او ای اشنا نه اخستل شوي دي)