لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف دعوه کوي چې پي ټي ايي د امریکا نه معافي غوښتې


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دعوه کړې، پاکستان تحریک انصاف ګوند د امريکې د حکومت نه معافي غوښتې او اوس د امریکايي مرستيال ډونلډ لو منتونه کوي، خو تحریک انصاف ګوند ويلي خواجه اصف درغ وايي.

خواجه اصف پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [3 جولايۍ] په سيالکوټ کې ویلي، داسې شواهد يې ترلاسه کړي چې مخکني واکمنه حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د امریکا نه معافي غوښتې ده او اوس د جنوبي اسيا دپاره د امریکا مرستيال استازي ډونلډ لو منتونه کوي.

هغه ويلي، یو تن [عمران خان] چې د امریکا خلاف نعرې يې وهلې اوس د امریکا نه معافي غواړي.

هغه زیاته کړې عمران خان امریکايي چاوراکوته پېغام لېږلی چې د هغه [عمران خان] نه غلطي شوې ده او اوس هغه خواست کوي چې د هغه ځای نه بيرته اړيکې بحال شي چرته چې قطع شوې وې.

خواجه اصف په یو ټويټ کې هم دغه خبره کړې ده.

د خواجه اصف د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري ويلي، خواجه اصف دروغ وايي، عمران خان د امريکې په اړه پاليسي پرون په جلسه کې وړاندې کړې او تحریک انصاف په يوه کچه هم د امریکايي حکومت د يو استازي سره رابطه نه ده کړې.

عمران خان چې د اپرېل په میاشت کې په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد/ بې باورۍ د تحريک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه تور لګوي چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی وو.

عمران خان تور لګولی چې امريکايي استازي ډونلډ لو پاکستاني سفیر ته نېغه دهړکه ورکړې چې عمران خان د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شي کنه د پاکستان دپاره به د تاوان سبب وګرځي.

نوموړی بيا بيا دغه خبره تکراروي چې د امريکايي سازش لاندې په پاکستان کې د هغه د حکومت مخالفه ګوندونو بيا د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی او هغه لرې کړی شوی دی.

خو امریکې او په پاکستان د عمران خان مخالفه ګوندونو چې اوس په حکومت کې دي د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی دی.

د پاکستان حکومت ويلي، د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې دا خبره واضحه شوې چې امریکې د پاکستان خلاف سازش نه دی کړی.

په پاکستان کې څيړونکي وايي عمران خان د امریکايي سازش په خبره سياست کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG