لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي د حج له اصولو د سرغړونې په تور د بهرنیانو په ګډون شاوخوا 300 تنه نیولي


واشنګټن ـــــ د سعودي عرب چارواکو د سږ کال د حج لپاره له ټاکلیو تګلارو څخه د سرغړونې په تور لږ تر لږه 288 کسان نیولي او جرمانه کړي‌ دي، چې په هغوی کې یو شمېر بهرنیان هم شامل دي، خو د بهرنیانو ملکونه یې نه دي ښکاره کړي.

ټاکل شوې چې د روان 2022م کال د حج مراسم د راتلونکې پنجشنبې- زیارت په ورځ په رسمي ډول پیل شي چې له ټولې نړۍ څخه به په لکونو کسان مکې ته ور رسېږي.

د چارواکو په وینا دا ځل به یو میلین کسان د حج فرض ادا کوي او وایي د دې لپاره یې ټول انتظامات بشپړ کړي‌ دي.

د حج د انتظاماتو د ځواکونو مشر مېجر جنرل صالح المربا د دوشنبې- ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، هغه 288 تنه یې نیولي دي چې د سږ کال د حج کولو لپاره یې په غیرقانوني توګه انتظامات کول.

جنرل صالح وويل، په نيول شويو کسانو کې 63 تنه هغه کسان شامل دي، چې په ټول سعودي کې يې په غير قانوني توګه د حج کولو لپاره کمپېن کاوه، وایي په دوی کې اته تنه ټرانسپورټران هم شامل دي چې خلک یې د حج لپاره مکې ته رسول.

د وي او اې اردو د خبر له مخې جنرل صالح زياته کړه چې په دغو 288 کسانو کې ځايي او بهرني وګړي هم شامل دي چې وایي پر هر یوه تر 60 زره ریاله پورې جرمانه لګول شوې ده.

د سعودي‌ چارواکو په وینا په نیول شویو کسانو کې په غیر قانوني توګه د حج ارمان لرونکي او دوی ته د سفري اسانتیا برابروونکو په ګډون ټرانسپورټران هم شامل دي.

د جنرل صالح په وينا که چېرې د حاجيانو لپاره د غير قانوني ټرانسپورټ د برابرولو په تور څوک مجرم ثابت شي، کېدای شي تر شپږو مياشتو پورې بندي شي، وایي که په دې کار کې کوم بهرنى وګړى هم لاس ولري له هېواده به وشړل شي.

پر سیاسي شعارونو بندیز:

د حج د امنیتي ځواکونو قومندان لیفټیننټ جنرال محمد البسامي ویلي دي چې د حج پر مهال به سیاسي شعارونو ته اجازه ورنه کړل شي.

نوموړي د دوشنبې- ګل په ورځ د حج د انتظاماتو تر ارزونې وروسته خبري غونډې ته وویل، د سعودي‌ د کورنیو چارو وزارت به هیڅ داسې کار ونه زغمي چې د حاجیانو امنیت ته زیان ورسوي.

ده وويل د حج پر مهال د حاجيانو د امنيت لپاره خوندي انتظامات شوي دي او وایي ټولې امنيتي ادارې او پوځ به یې د هر ډول پېښې د مخنيوي لپاره تيار وي.

د سعودي عرب چارواکو د سیل په سیاحتي ویزو ورغلیو کسانو ته په سختۍ سره خبرداری ورکړی چې دوی د حج کولو اجازت نه لري، وایي که له دې امر څخه سرغړونه وکړي سزا به شي.

د حج او عمرې وزارت د ټرانسپورټ کمپنیو ته ویلي، پر هغو بسونو دې د «وي ای پي» سټیکرونه نه لګوي چې حاجیان مکې ته وړي، وایي د حاجیانو د وړلو لپاره دې یواځې هغه بسونه وکاروي چې اجازتنامې ورکړل شوې وي.

دې وزارت د ټرانسپورټ کمپنیو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې په بسونو کې دې تر ګنجایش زیات حاجیان نه کښېنوي، وایي هغه بسونه چې په ټاکلیو معیارونه برابر نه وي مکې ته د ننوتلو پر لارو به ودرول شي.

د سعودي چارواکو وایي 2062 کسان یې له اجازتنامې (اقامې) څخه د سرغړونې په تور نیولي چې وایي په غیر قانوني ډول یې د حج اراده لرله او 99 زره 800 تنه ځایي کسان یې د ځانګړې اجازتنامې نه لرلو له کبله مکې ته نه دي‌ پرېیښي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG