لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ګڼو بارانونو له کبله په مختلفو پېښو کې نهه تنه مړه او 20 ټپیان شوي


کوټه ــــ د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول د صوبې په مختلفو سیمو کې د وسې یا پشکال د بارانونو له امله په مختلفو پیښو کې د مړو شمېر نهه او د ټپيانو شمېر شل تنو ته رسېدلی دی.

د بيړني حالت د خوندي ساتلو د صوبایي ادارې پي ډي ايم اې د چاﺭواکي ايمل خان په خبره" نهه کسان مړه دي، په دغو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، دﺭې تنه لا هم ورک دي".

د بيړني حالت د خوندي ساتلو ايالتي ادارې د چارواکو په خبره د باران له کبله د کوټې ښار په بېلا بېلو سيمو کې زياتې اوبه بهېدلې او په دې اوبو کې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه لا هم ورک دي چې لټه يې روانه ده.

د دوشنبې- ګل په ماښام په کوټه او د صوبې په ټولو ضلعو کې د وسې يا پشکال د بارانونو لومړۍ لړۍ پيل شوې او تر اوسه پورې په وقفه وقفه دوام لري.

د پي ډي ايم اې او د ضلعي چارواکو په وينا د کوټې مشرقي بايپاس، سرياب میل، ګاهي خان چوک، غوث اباد، خروټ اباد او نورې سيمې د باران د زياتو اوبو له کبله زيانمنې شوي دي.

د کوټې ښار مرکزي سړکونه له اوبو ډک وو او په لاندې پرتو سيمو کې اوبه کورونو ته ننوتې دي چې له امله يې د خلکو لوی مالي زيان هم شوی دی.

د پي ډي ايم اې د چارواکي ايمل خان په وینا" په کوټه ښار کې 50 او په ټوله صوبه کې تر 500 زيات کوورونه زيانمن شوي او ځينې نړېدلي دي، په مختلفو پیښو کې د ماشومانو په ګډون 20 کسان ژوبل شوي هم دي".

د کوټې ښار په شاوخوا کې دغه کور ګڼ باران نړولی دی.
د کوټې ښار په شاوخوا کې دغه کور ګڼ باران نړولی دی.

د وزيراعلا سلاکار مير ضياء لانګو وایي، د پي ډي ايم اې په دفتر کې يې کنټرول روم جوړ کړی، ټولې چارې او د مرستو لړۍ يې پېل کړې ده:

"تر اوسه مو په سلګونه کورنيو ته مرستې رسولې دي، د ټولو ضلعو حکومتي چارواکي د هر ډول بېړني حالت د مخنيوي لپاره تيار دي".

د موسمیاتو د ادارې د چارواکي محبوب مندوخېل په خبره، تر ټولو زيات باران په کوټه او لسبيله کې شوی، د باران له امله په کوټه او نورو سيمو کې پر وړه کچه سېلابونه راغلي، وايي دا بارانونه دوې ورځې نور هم د اورېدو امکان لري او د تاونونو ويره يې شته:

"په لسبيله، کوټه، مستونګ، زيارت، مسلم باغ، پښين، اورماړه، اوتهل، خضدار، لورالای او ګوادر کچه کورونو لرونکو او د هغو سيمو خلکو ته پکار دی چې خوندي سيمو ته ځان ورسوي چېرې چې اوبه جمع کېدای شي، هغوی ته پکار دي چې ځانونه خوندي کړي او داسې ځايونو ته ولاړ شي چې خطر نه وي".

بل لوري ته د کوټې او او سیوۍ تر مينځ لويه لاره د ټرېفیک لپاره د زياتو اوبو له کبله بنده شوې او د خلکو تګ راتګ بند دی.

په قلعه سيف الله او نورو سيمو کې د وړو ډېمونو د بندونو د پرې کېدو خبر هم ورکول شوی خو حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بارانه پس په کوټه او نورو سيمو کې د بجلۍ او ټيليفون سيسټم هم ګډوډ شوی او لا هم د کوټې ښار په ډېرو برخو کې بجلۍ نه شته او انټرنېټ سم کار نه کوي. د کېسکو د چارواکو په خبره د بجلۍ د بحالۍ لپاره يې هڅې روانې دي.

د چارواکو په خبره د صوبې په زياتره برخو کې اوسني باران فصلونو، کښت کروندو او څارویو ته هم زيات زيان رسولی دی خو تفصلي رپورټ يې لا نه دی تيار خپور کړی.

د موسمیاتو د محکمې په وینا د دوشنبې- ګل په ورځ د بلوچستان په ګډون د ملک په بېلابېلو برخو کې باران شوی دی او لا هم دوې ورځې د اورېدو امکان لري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG