لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سيند اسمبلۍ کې د پي ټي ايي اپوزيشن ليډر په لاهور کې نيول شوی


Haleem Adil Sheikh

د پاکستان په سيند اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی اپوزيشن ليډر حلیم عادل شېخ په لاهور کې نيول شوی، او کورنۍ يې تور لګولی نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی.

خو د پنجاب صوبې چارواکو په دغه اړوندتراوسه څه نه دي ويلي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د يادې پېښې ځينې ویډیوز په ټولنيزو رسنیو خپرې شوي دي.

د حليم عادل شېخ لور عايشه حلیم په ټویټر یوه ويډیو خپره کړې چې پکې يې ويلي، پلار يې تېره شپه په لاهور کې په يو شخصي هوټل کې وو، د شپې په مهال څو کسان چې په ساده جامو کې وو، او حلیم عادل شېخ يې په ويګو ګاډي کې نامعلومه ځای ته منتقل کړی دی.

حليم عادل شېخ تيره مياشت د پېښور هايکورټ نه راهداري ضمانت ترلاسه کړی وو. پېښور هايکورټ هغه ته د 25 جون پورې ضمانت ورکړی وو.

په نوموړي په کراچۍ کې دوه مقدمې درج دي.

د ضمانت ترلاسه کولو په وخت هغه ويلي وو کراچۍ ته ځي ځکه د ګرفتارولو نه وړاندې يې ضمانت ترلاسه کړو او هغه به عدالتونو ته مخامخ کيږي.

د پي ټي ايي يو مشر اسد عمر ويلي، حلیم عادل شېخ چې په کومه طريقه نيول شوی، دا نيول نه دي بلکې اغوا کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG