لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت: په بلوچستان کې د بارانونو او د سېلابونو په پېښو کې 29 تنه مړ‎ہ شوي


کوټه ــــ د افتونو پر وخت د مرستو ایالتي ادارې ادارې پي ډي اېم اې رپورټ دی چې په بلوچستان کې د وسې يا پشکال له اوسنيو توفاني بارانونو، سېلابونو او د کورونو د نړېدو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون د مړو شمېر 29 تنو ته رسېدلی دی.

د پي ډي اېم اې صوبایي مشر نصير احمد ناصر وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل په ټوله صوبه کې بارانونو تاوان رسولی، خو وایي زيات په کوټه ښار کې زیات خلک مړه شوي دي چې شمېر يې نهه دی.

ښاغلی ناصر وایي په سبي يا سيوۍ کې شپږ، په هرنايي کې څلور، په کوهلو او دوکۍ کۍ دووه دوه او په ږوب کې يو تن مړہ شوی دی.

د ناصر په خبره بېګا د چهارشنبې په شپه د قلعه سيف الله په خسنوب او د ږوب په قمردين کاريز سيمه کې د زيات باران او سېلاب له کبله په زرګونه خلک بند پاتې شوي وو او اوس هلته د دوی د ټيمونو له لوري د خلکو ژغورل او مرستې پېل شوې دي.

ناصر زياتوي د قلعه سيف الله په خسنوب کې يې د دوو ماشومانو په ګډون د څلور تنو مړي موندلي او پينځه لا هم لا درکه دي، چې د موندنې هڅې يې روانې دي:

په قلعه سيف الله کې زموږ د ژغورنې ټیمونه اوس هم هلته دي، اوس حالت په قابو کې دی، په ژوب قمردین کې لس پینځلس کورونه نړېدلي دي، موږخېمې او خوراکي څيزونه ور رسولي دي”.

د قمردین کارېز د «باچا خان چوک» یو منظر.
د قمردین کارېز د «باچا خان چوک» یو منظر.

د قمردين اوسېدونکی او د عوامي نېشنل ګوند غړی بازخان الميار ډيوه ته وويل چې په قمردین کې يو تن مړ او په لسګونه کورونه نړېدلي او په سلګونو کورونو ته زيان رسېدلی.

ښاغلی المیار وايي دا وخت خلک ژغورنې او جدي مرستو ته زيات ضرورت لري:

یوازې د قمر دين په ښار کې ۱۸۰ کورونه ړنګ شوي دي او د ښار څخه لري سیمو د ټیلیفون سيګنل کار نه کوي نو زموږ اړيکې نه شته ورسره چې هلته څه حال دی”.

د کوټې په ګډون په ټول ايالت کې د وسې يا پشکال د بارانونو لړی د دوشنبې- ګل په ورځ پېل شوې ده، د محکمه موسيماتو د رپورټ مطابق ښايي دا لړۍ به تر راروانو څلورو ورځو پورې دوام ولري.

د بلوچستان حکومت ويلي چې له دې بارانونو د لا نور ځاني او مالي زيان ويره هم شته، حکومت په کوټه ښار کې بيړنی حالت هم اعلان کړی او له خلکو څخه د احتياط کولو غوښتنه هم شوې ده.

د پي ډي ايم اې رپورټ دی چې تر اوسه پورې په کوټه کې تر پينځوس زيات او په ټول ايالت کې يو زر ته نېزدې کورونه بارانونو او سېلابونو زيانمن کړي دي۔ وايي کښت کروندې او مالدارۍ ته هم زيات زيان اوښتی خو تفصيلي رپورټ يې لا ن دی جاري کړی.

د کوټې په شاوخوا کې توفاني بارانونو نړولی کور.
د کوټې په شاوخوا کې توفاني بارانونو نړولی کور.

د پي ډي ايم اې د رپورټ تر مخه دا وخت د بلوچستان په 90 فیصده برخه کې د وسې يا پشکال بارانونه ورېدلي دي چې پکې ږوب، قلعه سيف الله، لورالای، پښین، کوټه، مستونګ، دوکۍ، قلعه عبدالله، کوهلو، سيوۍ، قلات، خضدار، اواران، ګوادر او لسبيله ضلعې شاملې دي.

د سرکار له خوا په جاري کړل شوي خبر کې ویل شوي چې د بلوچستان وزيراعلا مير عبدلقدوس بزنجو ويلي چې په کوټه ښار کې څومره هم د اوبو نالۍ دي ھغه دې زر تر زره پاکې کړل شي چې بيا خلکو ته داسې زيان ونه رسېږي.

بزنجو ویلې چې زمه وارہ ادارې او اړوند ادارې دې د نورو بارانونو او سېلابونو د زیان د مخنوي لپارہ له اوله احتياطي لارې خپلې کړي.

وزیر اعلا د اوسنیو بارانونو د زیان تفصیلي رپورټ غوښتی او ویلي یې دي چې له زیانمونو کورنیو سرہ به پورہ مالي مرستې کېږي۔

د لورلای، ږوب، خانوزۍ، قلعه سيف الله او د صوبې په نورو سيمو کې هم د وړو ډېمونو د بندونو د ماتېدو خبر او ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې خو حکومتي چارواکو او يا هم د پي ډي ايم اې له خوا په دې اړه کوم تفصيل نه دی ورکول شوی.

د بلوچستان وزیراعلی مير قدوس بزنجو وويل چې د اوبو په مخکې چې کومې کورنۍ ابادې دي هغه کورنۍ دې له دغه ځای څخه لرې کړل شي او هر چاته چې په دغه سيلابونو کې تاوان رسېدلی له هغو سره دې مرسته وشي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG