لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د نېټو ځانګړی اتحادي غړیتوب بایلي خو پاکستان يې لا غړی دی


واشنګټن ــــ د امريکا ولسمشر جوبایډن د شورو- چهارشنبې په ورځ کانګرس ته په یو لیک کې ويلي چې هغه به د افغانستان د «غیر نېټو لوی اتحادي» غړي حېثيت ختموي. خو په واشنګټن کې د طالبانو په ملاتړۍ تورن پاکستان اوس هم د نېټو ځانګړی غړیتوب لري.

امریکا افغانستان ته دغه ځانګړی حېثیت په ۲۰۱۲م او پاکستان ته په ۲۰۰۴م کې ورکړی وو. دواړو ګاونډي هېوادونو ته دغه غړیتوب په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امریکا او نېټو سره د مرستو په سر ورکړل شوی وو.

په پاکستان کې د سياسي چارو پوهان وايي چې د صدر جوبايډن دا ګام په افغان طالبانو د فشار اچولو لپاره دې او داچې د غېر نېټو د ځانګړي اتحادي حېثيت لغوه کېدو سره به د افغان طالبانو حکومت په رسمي ډول د پېژندلو کوششونه نور هم په وروسته لاړ شي او امنيتي او اقتصادي ستونزې به يې نورې هم سېوا شي۔

د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاد او لیکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي چې امريکا دې ګام سره په طالبانو نور فشار اچول غواړي ځکه چې طالبانو د بشري حقونو په اړه تر اوسه خپلې ژمنې نه دي پوره کړي۔

د ولسمشر بایډن لیک ته په ځواب کې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په یو ټويټ کې ویلي چې د امریکا دغه فیصله دوی لپاره کومه اندېښنه نه لري.

په واشنګټن او نورو غربي هېوادونو کې د مودو راسې په پاکستان دا تور لګول کېږي چې د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړ کوي. تېر کال د پاکستان د هغه وخت وزیر اعظم عمران خان د طالبانو په زور د واک نیولو په اړه ویلي وو چې افغانستان د غلامۍ زنځیرونه مات کړل. د نېټو د ځانګړي غړي په حېثیت د پاکستان د وزیر اعظم په دغه بیان وروسته ډېرې نیوکې شوې وې.

په افغانستان کې د نېټو د عملیاتو پخواني مشر او د سټراټېجېکي مطالعو استاذ ډېوډ ډېسراچز څو اونۍ وړاندې د امریکا غږ افغان څانګې ته د پاکستان د غېر نېټو ځانګړي غړي په اړه ویلي وو چې پاکستان باندې تورونه شته خو که د غېر ن نېټو د ځانګړي اتحادي حېثیت لري نو کېدای شي علت یې دا وي چې امریکا نه غواړي د دغه حېثیت د ختمولو له امله پاکستان نور هم چین ته نزدې نه شي.

ولسمشر جوبايډن د افغانستان د غېر نېټو ځانګړي غړيتوب ختمولو لپاره لیک هم په داسې ورځ استولی چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله د اختر په پېغام کې ددامریکا سره د ښو اړیکو ساتلو خواهش کړی وو.

د دې وړاندې د حقاني ډلې مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د مۍ په مياشت کې امريکايي خبري ادارې سي اېن اين ته ويلي و چې امريکا اوس دوښمنه نه ګڼي او ورسره ښې اړېکې ساتل غواړي۔

پروفېسر اشرف وايي امريکا د طالبانو نه رضا نه ده نو بيا د دې خبرې څه جواز نه جوړېدو چې امريکا دې افغانستان مسلسل د غېر ناټو د ځانګړي اتحادي په توګه وساتي ځکه چې امريکې طالبان په رسميت پېژندلي هم نه دي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان د ځانګړي اتحادي حېثيت خميدو وروسته د امريکا د مرستو پرته د طالبانو لپاره اقتصادي او امنيتي ستونزو پېدا کېدو اندېښنه شتون لري۔

"ويل کېږي چې داعش او القاعده په افغانستان کې يو ځل بيا چمتو شوي دي نو چې د دوی خلاف جنګ شي نو امريکا به بيا د کومو اصولو لاندې افغانستان ته امداد ورکوي د کومو لپاره چې دغه شان فورمې ژوندۍ پکار وي".

نوموړی په دې نظر دی چې دا به د افغانستان طالبانو لپاره نور هم مشکلات سېوا کړي او د هغوی چې په رسمي توګه د پېژندګلو کومه پروسه ده هغه به نوره هم شاته لاړه شي۔

د غیر ناټو د ځانګړي اتحادي په توګه کابل او واشنګټن کولی شو چې خپلې اقتصادي او دفاعي اړیکي وساتي۔

په کابل کې مېشت د ولسي جرګې بنسټګر او څېړونکی صديق منصور بل نظر لري. هغه وي او ای ډيوه ته وايي چې د افغانستان د امريکا او ناټو سره اتحاد کې افغان ولس بايلات کړی او د دې اتحاد ختميدو سره به هېوادوال د استخباراتي لوبو نه په امن شي۔

نوموړي دا هم وويل:

"مونږه فکر کوو چې په دغه اتحاد کې پاتې کېدل د افغانستان د خلکو د تباهۍ او بربادۍ يو سبب و، دا په اخلاقي معيارونو ولاړ پاټرنرشپ يا همکاري نه وه، هغوی صرف د استخباراتي او نظامي موخو لپاره د شته حکومتونو سره استخباراتي مرستې کولې نه چې د افغانستان د ملت د ګټو لپاره".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت خپاره شوي معلومات د ښاغلي صدیق د نیوکو نه بدلې دي. د وزارت وېبپاڼه وايي د غېر ناټو لوی اتحادي غړیتوب ګټه دا ده چې غړی هېواد په دفاع او امنيت څانګو کې ځانګړی ګټې تر لاسه کوي.

د افغانستان پرته امریکا د غېر ناټو لوی اتحادي غړیتوب نورو اتو اسلامي هېوادونو ته هم ورکړی. په دغو کې پاکستان، بحرېن، مصر، اردن، کوېت، مراکش، قطر، او تیونس شامل دي. په یادو اسلامي هېوادونو کې افغان طالبان قطر او پاکستان سره تر بل هر چا نزدې اړیکې لري. او دغه ټول هېوادونه د امریکا لخوا د ورکړل شوي دغه ځانګړي حېثیت نه ګټې هم اخلي.

د نېټو په مستقلو غړو کې هم یو اسلامي هېواد، ترکي غړیتوب لري، خو اسلام پلوه رجب طیب اردوان تر اوسه د نېټو نه د ترکي د ویستلو په اړه نه خواهش او نه خبره کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مالوماتو ترمخه د افغانستان د غړیتوب ختمېدو وروسته به د امريکې د غېر ناټو د لويو اتحادیانو شمېر به 18و پورې پاتې شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG